کابل : د نړیوالې ژغورنې کمېټۍ مشر او د بریتانیا د بهرنیو چارو پخواني وزیر ډېوېډ میلیبنډ ویلي دي، چې د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت لا خراب شوی او دا مهال شاوخوا ۱۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
میلیبنډ ،د سپتمبر په لومړۍ، له ،اېم اېس اېن بي سي، نیوز سره په مرکه کې ویلي دي، چې دی او د نړیوالې ژغورنې کمېټۍ همکاران یې هره ورځ په افغانستان کې د خوارځواکۍ د پراخېدو حالت له نږدې ویني.
هغه ویلي دي، چې په افغانستان کې میلیونونه ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي او د بشري مرستو اړتیا د موجودو مرستو له کچې ډېره لوړه ده.
میلیبنډ وویل، چې د نړیوالې ژغورنې کمېټۍ په تېر یو کال کې شاوخوا ۶۴۰ زره کسانو ته مرستې رسولي، خو د هغو خلکو شمېر چې مرستو ته اړتیا لري او ورته لاسرسی نه لري، تر دې ډېر زیات دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو تګلارې، په ځانګړي ډول پر ښځو او نجونو لګېدلي بندیزونه او محدودیتونه، د مرستندویه ادارو پر فعالیتونو هم اغېز کړی دی او اړمنو خلکو ته د مرستو رسول یې ستونزمن کړي دي.
میلیبنډ وویل، چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت خرابېدل، د نړیوالو مرستو کمېدل، اقلیمي ستونزې او پر ښځو لګېدلي محدودیتونه هغه عوامل دي چې بشري بحران یې نور هم ژور کړی دی.
هغه زیاته کړه،چې د افغانستان اقتصاد په تېرو پنځو کلونو کې سخت زیانمن شوی او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته نړیوالې مرستې هم په څرګنده توګه کمې شوې دي.
د هغه په وینا، د دې وضعیت اصلي فشار د طالبانو پر چارواکو نه، بلکې پر عادي افغانانو پرېوځي او د خلکو ورځنی ژوند یې لا ستونزمن کړی دی.
میلیبنډ وویل، چې که نړیواله ټولنه د افغانستان بشري اړتیاوو ته جدي پام ونه کړي، د لوږې، خوارځواکۍ او اقتصادي ستونزو کچه به نوره هم پراخه شي.


شال نیوز