نوښار (شال نیوز) : حکومتي سرچینې وايي، د خېبر پښتونخوا په نوښار او کوهاټ ضلعو کې د سرو زرو د ناقانونه کیندنې د مخنیوي او په غرنیو سیمو کې د وسله والو ډلو پر ضد د پراخو عملیاتو پلان جوړ شوی دی.

 

د سرچینو په وینا، اړوندو ادارو ته امر شوی چې د سرو زرو په ناقانونه کیندنه کې د ښکېلو سرکاري افسرانو، اهلکارو او سیمه ییزو مشرانو نوملړونه تیار کړي. سرچینې وايي، حکومت غواړي د قانون جوړونې له لارې د سرو زرو او نورو معدني زېرمو کیندنه منظمه کړي او د ناقانونه کاروبار مخه ونیسي.

 

د حکومتي سرچینو په خبره، د سرو زرو د ناقانونه کیندنې له امله قومي او صوبايي خزانې ته هره میاشت د کروړونو روپیو زیان رسېږي. دوی ادعا کوي چې له دې کاروبار سره په ځینو سیمو کې د جرمي ډلو فعالیتونه هم زیات شوي دي.

 

سرچینې زیاتوي چې د اباسین پر غاړو د سرو زرو د کیندنې پر ځمکو د ځمکې د استملاک قانون د څلورمې مادې، سیکشن فور، د لګولو پر امکان هم غور روان دی. د نوښار او کوهاټ ترمنځ د غرنیو سیمو د څارنې لپاره د فرنټیر کانسټبلرۍ، ایف سي، د نویو امنیتي پوستو د جوړولو پرېکړه هم شوې ده.

 

د سرچینو په وینا، د دغو پوستو موخه د وسله والو د تګ راتګ څارنه، د ناقانونه کیندنې مخنیوی او په سیمه کې د امنیت ټینګول دي. دا پرېکړې په داسې حال کې کېږي چې د نومبر په ۱۱مه د کوهاټ د ګمبټ تاڼې په حدودو کې د دربو کچ په سیمه کې پر پولیسو خونړی برید شوی و.

 

د پولیسو د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې د ګمبټ د ډي اېس پي حیدر زمان په ګډون لس پولیس اهلکار وژل شوي وو. برید هغه مهال شوی و چې پولیس په سیمه کې د ناقانونه معدني کیندنې پر ضد کارروایۍ ته روان وو.

 

کوهاټ کې پر پولیسو وسله وال برید؛ د ډي اېس پي او انسپکټر په ګډون ۱۱ پولیس وژل شوي، ګڼ نور ژوبل دي
کوهاټ کې پر پولیسو وسله وال برید؛ د ډي اېس پي او انسپکټر په ګډون ۱۱ پولیس وژل شوي، ګڼ نور ژوبل دي

 

تر دې وړاندې، د اکتوبر په اوومه د نوښار د نظام پور تاڼې د پیران بالا په غرنیو سیمو کې د پولیسو درې اهلکار تښتول شوي وو، چې د نظام پور تاڼې محرر، اسسټنټ سب انسپکټر نعیم الله هم پکې شامل و.

 

حکومتي سرچینې ادعا کوي چې امنیتي ادارو په دې پېښه کې د ښکېلو وسله والو پېژندنه کړې او د هغوی فعالیتونه څاري. سرچینې وايي، د نوښار او کوهاټ په غرنیو سیمو کې د وسله والو ډلو پر ضد په پلان شوو عملیاتو کې به پولیس او امنیتي ځواکونه په ګډه برخه اخلي.

 

کوهاټ کې د سرو زرو کان نړېدو له امله د کورمې درې مزدوران مړه شوي
کوهاټ کې د سرو زرو کان نړېدو له امله د کورمې درې مزدوران مړه شوي
په خیبر پښتونخوا کې د امن ټینګښت او د شتمنيو ساتنه لومړیتوب دی: ګورنر فیصل کریم کونډي
په خیبر پښتونخوا کې د امن ټینګښت او د شتمنيو ساتنه لومړیتوب دی: ګورنر فیصل کریم کونډي

 

بلخوا د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د سرو زرو د ناقانونه کیندنې د پلټنو لپاره اته کسیز کمېسیون جوړ کړی، چې مشري یې د پېښور های کورټ پخوانی جج جسټس اسدالله خان چمکنی کوي.

 

دغه کمېسیون به په نوښار، کوهاټ، کرک او نورو سیمو کې د ناقانونه کیندنې، په دې کاروبار کې د سرکاري اهلکارو د احتمالي لاس لرلو او له وسله والو ډلو سره د ممکنه اړیکو په اړه پلټنې کوي.

 

تر اوسه دا نه ده ثابته شوې چې د سرو زرو ناقانونه کیندنه او پر پولیسو وروستي بریدونه د یوې ګډې شبکې له خوا تنظیم شوي دي. حکومتي سرچینو د پلان شوو عملیاتو د پیل نېټه او د ایف سي د نویو پوستو د جوړېدو ځایونه نه دي په ډاګه کړي.