کوهاټ (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د کوهاټ ضلعې د ګمبټ تحصیل په دربوکچ سیمه کې د غیرقانوني سرو زرو د کان کیندنې پر ضد د پولیسو د عملیاتو پر مهال وسله وال برید شوی دی چې پکې د ډي اېس پي حیدر زمان او انسپکټر مختیار په ګډون د ۱۱ پولیسو د وژل کېدو او ګڼو نورو د ژوبلېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د دغه برید ذمه واري منلې ده. د دغې ډلې سیمه ییز کمانډر ابراهیم یاسر شال نیوز ته ویلي چې برید د دوی وسله والو کړی دی. د ټي ټي پي عمر میډیا هم د برید د ذمه وارۍ منلو ادعا خپره کړې ده.
د کوهاټ ضلعي پولیس افسر، ډي پي او مظهر اقبال، په خپل لومړني بیان کې د نهو پولیسو ژوبلېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې د ځینو پولیسو د وژل کېدو اندېښنه هم شته.
خو سیمه ییزې سرچینې وایي چې د ګمبټ ډي اېس پي حیدر زمان او انسپکټر مختیار په ګډون ۱۱ پولیس وژل شوي دي. د وژل شوو پولیسو دغه شمېر لا د ضلعي پولیسو له خوا په رسمي توګه نه دی تایید شوی.
د ډي پي او مظهر اقبال په وینا، پولیسو په کوهاټ کې د غیرقانوني سرو زرو د کان کیندنې پر ضد پراخ عملیات پیل کړي وو. د دغو عملیاتو په لړ کې پولیس د ګمبټ تاڼې په حدودو کې د دربوکچ سیمې ته ورغلي وو چې وسله والو پرې ناڅاپه ډزې وکړې.
نوموړي ویلي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، برید د هغو وسله والو له خوا شوی چې پولیس یې د «فتنه الخوارج» په نوم یادوي. د پولیسو په وینا، برید کوونکو له پټو ځایونو پر پولیسو ډزې کړې او پولیسو هم ځوابي ډزې پیل کړې چې ورسره د دواړو خواوو ترمنځ سخته نښته وشوه.
په پېښه کې ژوبلو شوو پولیسو او عیني شاهدانو ویلي چې د پولیسو ډله د غیرقانوني سرو زرو د کان کیندنې پر ضد د عملیاتو لپاره سیمې ته تللې وه. یوه ژوبل پولیس ویلي چې د برید پر مهال یې ګڼ ملګري وژل شوي او ژوبل شوي دي.
د برید پر مهال د پولیسو د یوه غړي ویډیويي پیغام هم خپور شوی دی چې پکې نوموړی وایي، وسله والو دوی محاصره کړي او پرلهپسې ډزې پرې کوي. د سیمه ییزو سرچینو په وینا، برید د کوهاټ ـ راولپنډۍ پر سړک خوشحال ګړ ته نږدې شوی دی.
د ډي پي او مظهر اقبال په وینا، د پېښې له اطلاع ترلاسه کولو وروسته د پولیسو او امنیتي ځواکونو نورې ډلې سیمې ته رسېدلې دي. سیمه محاصره شوې او د برید کوونکو د تعقیب او لټون عملیات پیل شوي دي.
نوموړي ویلي چې د وسله والو او جرمي ډلو ترمنځ د مبینه اړیکو له لارې د غیرقانوني سرو زرو د کان کیندنې د مخنیوي لپاره به د پولیسو عملیات دوام لري.
د ریسکیو ۱۱۲۲ کوهاټ انچارج نور امین ویلي چې د پېښې له اطلاع ترلاسه کولو وروسته یې امدادي ټیمونه سمدستي سیمې ته لېږلي او ژوبل کسان یې د ایمبولینسونو له لارې د کوهاټ ډسټرکټ هېډکوارټر روغتون ته انتقال کړي دي.
د کوهاټ ډسټرکټ هېډکوارټر روغتون میډیکل سپرنټنډنټ ډاکټر طاهر علي شاه ویلي چې روغتون ته نهه ژوبل کسان راوړل شوي دي. د روغتون انتظامیې د پېښې له امله ایمرجنسي نافذه کړې ده.
تر دې وړاندې د ریسکیو ۱۱۲۲ له خوا د ۱۲ کسانو د ژوبلېدو لومړني معلومات ورکړل شوي وو، خو د ژوبلو کسانو د وروستۍ شمېرې او روغتیايي حالت په اړه لا بشپړ تفصیلات نه دي خپاره شوي.
د ټي ټي پي د برید د ذمه وارۍ منلو ادعا په داسې حال کې مخې ته راغلې چې پولیس وایي، په سیمه کې د وسله والو او جرمي ډلو ترمنځ د مبینه اړیکو په اړه هم پلټنې کوي.
د پولیسو په وینا، د برید کوونکو د نیولو لپاره عملیات روان دي او په سیمه کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي. د پېښې د مرګ ژوبلې د وروستۍ شمېرې او د عملیاتو د نتیجو په اړه د نورو رسمي معلوماتو انتظار دی.


علي افضل افضال