پېښور (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي ویلي، چې په صوبه کې د امن او امان ټینګښت، د ولس د حقونو ساتنه او د وسائلو خوندیتوب د حکومت له لومړنیو لومړیتوبونو څخه دي. نوموړي ټینګار کړی، چې په ناقانونه فعالیتونو کې د ښکېلو شرکتونو پر ضد د اقداماتو ترڅنګ باید د هغوی سیمه‌ییزو اسانتیا برابرونکو او مالي ملاتړ کوونکو ته هم لاسرسی وشي.

 

ګورنر فیصل کریم کونډي دنومبرپه ۱۴ مه پيښور کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د ناقانونه فعالیتونو په ترسره کولو کې د ښکېلو شرکتونو پر ضد اقدامات باید یوازې د هغوی تر مالکانو او اړوندو کسانو محدود نه وي، بلکې د دغو شرکتونو سیمه‌ییز اسانتیا برابرونکي او مالي ملاتړ کوونکي هم باید وپېژندل شي۔

 

نوموړي زیاته کړه، چې د دغو شرکتونو د انټرنېټ او نورو لګښتونو د ورکړې کوونکو کسانو ته په رسېدو سره هم د هغوی په فعالیتونو کې د دغو کسانو رول معلومېدای شي۔ هغه وویل، چې په صوبه کې د امن ټینګښت زموږ لومړنۍ موخه ده. د ولس د حقونو ساتنه او هغوی ته په یوه سوله‌ییز چاپېریال کې د ژوند کولو حق ورکول زموږ مسوولیت دی۔

 

د ګورنر په وینا، هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د صوبې پر طبیعي سرچینو ناقانونه ولکه وکړي او د دغو سرچینو د حقونو ساتنه به په هر صورت کې کېږي. فیصل کریم کونډي په اسلام آباد کې د کانونو او معدنیاتو په اړه جوړ شوي کنفرانس ته په اشارې وویل، چې په دې غونډه کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ګڼو استازو ګډون کړی و.

 

نوموړي وویل، چې ټولو صوبو د خپلو معدني سرچینو او پانګونې د امکاناتو په اړه معلومات وړاندې کړل، په داسې حال کې چې د خیبر پښتونخوا له لوري هم د صوبې د کانونو او معدنیاتو په برخه کې شته امکانات او وړتیاوې معرفي شوې.

 

ګورنر د پاکستان له لومړي وزیر، فیلډ مارشل او د پټرولیم وزارت څخه مننه وکړه، چې ټولو صوبایي حکومتونو او نړیوالو استازو ته یې د یوې ګډې غونډې زمینه برابره کړه. د هغه په وینا، د دغه کنفرانس له لارې د پاکستان طبیعي معدني سرچینې او په دې برخه کې د پانګونې فرصتونه نړیوالو ته ور وپېژندل شول.