کوهاټ: د خېبر پښتونخوا د کوهاټ ضلعې په ګمبټ سیمه کې د سرو زرو د یوه کان نړېدو له امله د کورمې ضلعې درې ځوان مزدوران مړه شوي دي. دا پېښه د ګمبټ په دربو کېچ سیمه کې شوې ده، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، مزدورانو په کان کې کار کاوه او ناڅاپه د کان یوه برخه راونړېده. د کان نړېدو له امله درې مزدوران تر خاورو لاندې شول.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکي وايي، د پېښې له اطلاع ترلاسه کېدو وروسته امدادي ډلې سیمې ته ورسېدې او د مزدورانو د راویستلو لپاره یې کارروایانې پیل کړې. د ریسکیو سرچینو په وینا، درې واړه مزدوران له خاورو راویستل شوي او د ګمبټ هسپتال ته رسول شوي وو، خو ژوند یې ونه ژغورل شو.

 

په مړو شوو مزدورانو کې شاکر محمود د تاج محمد زوی، لیاقت د صالحین زوی او ظاهرالله د مستقیم زوی شامل دي. درې واړه د کورمې ضلعې د تروابېړې سیمې اوسېدونکي وو.

 

د معلوماتو له مخې، دغه ځوانان د مزدورۍ لپاره د کوهاټ ګمبټ سیمې ته تللي وو. د هغوی د مړینې خبر چې خپلې سیمې ته ورسېد، د درې واړو کورنیو خپلوان او د سیمې خلک یې سخت غمجن کړل.

 

دا پېښه په داسې وخت کې شوې چې د کوهاټ په دربو کېچ او شاوخوا سیمو کې د سرو زرو د ناقانونه کیندنو پر ضد د ضلعي انتظامیې کارروایانې روانې دي.

 

د وروستیو امنیتي پېښو او د ناقانونه کیندنو په اړه د اندېښنو له زیاتېدو وروسته صوبايي حکومت په خېبر پښتونخوا کې د سرو زرو د کیندنو د فعالیتونو او لیزونو د معطل کولو اعلان هم کړی دی.

 

د درې واړو مزدورانو مړینې یو ځل بیا د کانونو د مزدورانو د حفاظت او د کیندنو پر مهال د ضروري حفاظتي انتظاماتو په اړه پوښتنې راپورته کړې دي. تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې د کان د نړېدو اصلي سبب څه و او د پېښې په اړه به تحقیقات کېږي او که نه.