میرعلي (شال نیوز) : د شمالي وزیرستان په میرعلي تحصیل کې د امنیتي ځواکونو عملیات او کرفیو لا هم دوام لري. ځايي خلک وايي چې د تګ راتګ د بندیزونو له امله ګڼې کورنۍ په خپلو کورونو کې بندې پاتې دي، بازارونه تړلي دي او د سیمې ورځنی ژوند سخت اغېزمن شوی دی.
له میرعلي څخه په ترلاسه شوي تازه تصویر کې د کروندو په منځ کې یو پوځي ټانک لیدل کېږي. ځايي اوسېدونکي وايي چې د عملیاتو له امله د خلکو تګ راتګ محدود شوی، کاروبارونه بند دي او خلک د خوراکي توکو، دواګانو او نورو ضروري شیانو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ دي.
په همدې حال کې د علاقايي استازو او پرمختیايي کونسل مرستیال مشر ملک خان مرجان وزیر په میرعلي او میرانشاه کې د خوراکي توکو د احتمالي کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي په یوه بیان کې ویلي چې د شمالي وزیرستان ګڼو اوسېدونکو ورسره د ټیلیفون له لارې اړیکې نیولې او ورته یې ویلي چې په میرعلي کې د روانو عملیاتو او له تېرو څلورو ورځو راهیسې د دفعه ۱۴۴ د بندیزونو له امله د خوراکي توکو، په ځانګړي ډول د تازه سبزیو، د کمښت اندېښنې زیاتې شوې دي.
ملک خان مرجان وزیر د پېښور له کور کمانډر، د پوځ د اوومې ډویژن له مشر او د علاقايي پرمختیايي سېکرټرېټ له اېډیشنل چیف سېکرټري څخه غوښتنه کړې چې میرعلي او میرام شاه ته د خوراکي توکو رسول یقیني کړي.
هغه ویلي چې له میرعلي څخه تر میرانشاه پورې باید د خوراکي توکو او د ژوند د نورو ضروري شیانو رسولو لړۍ له خنډ پرته روانه وساتل شي، څو خلک له نورو ستونزو سره مخ نه شي.
د سیمې اوسېدونکو هم له حکومتي او پوځي چارواکو غوښتنه کړې چې د عملیاتو پر مهال دې د عامو وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو او ښځو، خوندیتوب یقیني کړي او په کرفیو کې دې دومره نرمي راوستل شي چې خلک وکولای شي خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي.
ملک خان مرجان وزیر ویلي چې د شمالي وزیرستان خلک به په دې سخت وخت کې یوازې پرې نه ږدي او د هغوی ستونزې به په هر اړوند فورم کې راپورته کوي.
د عملیاتو د بشپړېدو، د کرفیو د ختمېدو او خوراکي توکو د رسولو لپاره د ممکنه انتظاماتو په اړه د ضلعي انتظامیې او امنیتي چارواکو تازه دریځ لا نه دی ترلاسه شوی.


عامر داوړ