پېښور (شال نیوز) : د شمالي وزیرستان په میرعلي تحصیل کې د وسلهوالو پر ضد د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د امنیتي ځواکونو عملیات پیل شوي دي.
د علاقايي نمایندګۍ پرمختیايي کونسل د اطلاعاتو سلاکار محمود جان بابر د نومبر په ۴مه له شال نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، حکومت په دغو سیمو کې له هېڅ وسلهوالې ډلې سره خبرې نه کوي او نه هم په سیمه کې د کومې وسلهوالې ډلې د مرکزیت شتون مني.
نوموړي وویل، په هغو سیمو کې چې وسلهوال د خلکو عادي ژوند ګډوډوي او امنیت ته ګواښ پېښوي، لومړی ورته ویل کېږي چې سیمه پرېږدي، خو که له دې غوښتنې سرغړونه وکړي، نو د قانون له مخې به ورسره چلند وشي.
محمود جان بابر زیاته کړه، د حکومت اساسي موخه په دولسو قبایلي ضلعو او په ټول خیبر پښتونخوا کې د امن ټینګښت دی. هغه د افغانستان له حکومت سره د خبرو اترو په اړه وویل، دا واک د وفاقي حکومت دی او د بهرنیو چارو وزارت له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو او شخړو د حل مسوولیت لري.
د نوموړي په وینا، علاقايي نمایندګۍ پرمختیايي کونسل په دې برخه کې نه واک لري او نه ورته اختیار ورکړل شوی دی. بابر د خبریالانو د نیولو په اړه وویل، په قبایلي سیمو کې د درې ایم پي او یا د امن عامه قانون له مخې هېڅ خبریال نه دی نیول شوی او نه ترې پوښتنې شوې دي.
هغه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دغه خبرونه بېبنسټه او ګمراه کوونکي وبلل. محمود جان بابر په پای کې له خبریالانو وغوښتل چې خپل خبرونه کره او بېپرې خپاره کړي او ډاډ یې ورکړ چې کونسل به د خبریالانو ملاتړ کوي.


سلمان یوسفزی