میرعلي (شال نیوز) : د شمالي وزیرستان په میرعلي تحصیل کې د ایپي کلي اوسېدونکو د امنیتي وضعیت په اړه د جرګې له لارې د خپلو اندېښنو څرګندونه کړې او غوښتنه یې کړې چې د احتمالي عملیاتو پر مهال دې د عامو خلکو کورونه، جوماتونه او ښوونځي نه په نښه کېږي.
د نومبر په ۶ مه د جمعې له لمانځه وروسته په ایپي کلي کې د علماوو، قومي مشرانو او عامو خلکو ګډه جرګه شوې چې پکې په میرعلي، په ځانګړې توګه ایپي کې، د امنیت پر وضعیت بحث شوی دی. د جرګې له پای ته رسېدو وروسته په یوه ویډیويي بیان کې ملک طارق داوړ د جرګې د پرېکړو په اړه معلومات ورکړي.
نوموړي ویلي، ایپي کلی په تېرو څو کلونو کې د ناامنۍ له امله تر ټولو ډېر اغېزمن شوی او غوښتنه یې کړې چې دغه کلی دې نور د جګړې له اغېزو خوندي وساتل شي.
د ملک طارق داوړ په وینا، په بېلابېلو وختونو کې دواړو لورو د خلکو کورونه، جوماتونه او ښوونځي د خپلو فعالیتونو لپاره کارولي دي. نوموړي ادعا کړې چې د سیمې خلکو له دواړو لورو څخه په وار وار غوښتنه کړې چې عام خلک دې نه اغېزمنوي، خو بیا هم د دوی سیمه کارول شوې ده.
هغه ویلي، د ایپي کلي ټول جوماتونه اوس مهال په بشپړه توګه له وسله والو پاک دي او هېڅ وسله وال پکې نشته. ملک طارق داوړ غوښتنه کړې چې که امنیتي ځواکونه احتمالي عملیات ترسره کوي، نو د خلکو کورونه، جوماتونه او نور هغه ځایونه دې نه نړوي چې د مخالف لوري له خوا کارول شوي وي.
نوموړي ویلي، که د خلکو کورونه او جوماتونه ونړول شي، د ایپي اوسېدونکي به د خپل اساسي قانوني حق له مخې سوله ییز احتجاج وکړي.


شال نیوز