میرعلي (شال نیوز) : د شمالي وزیرستان د میرعلي تحصیل په یوه کور د ډرون برید له امله دوه ماشومان وژل شوي او مور او خور یې ژوبلې شوې دي. دا پېښه د نومبر په نهمه په داسې حال کې شوې چې په میرعلي کې امنیتي عملیات روان دي او په ځینو سیمو کې ګرځبندیز هم لګېدلی دی.

 

د سیمې مشر ملک ولي الله وزیر وايي، وژل شوي دواړه ماشومان په اصل کې د شمالي وزیرستان د سپین وام تحصیل اوسېدونکي وو، خو کورنۍ یې اوس په میرعلي کې ژوند کاوه.

 

د ملک ولي الله وزیر په وینا، ډرون د دغې کورنۍ پر کور برید کړی چې له امله یې دوه ماشومان په ځای وژل شوي او مور او خور یې ژوبلې شوې دي. نوموړي ویلي چې په میرعلي کې د روانو امنیتي عملیاتو، ګرځبندیز او خراب امنیتي وضعیت له امله عام خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

 

شمالي وزیرستان کې د ایپي اوسېدونکو د امنیتي عملیاتو پر مهال د کورونو او جوماتونو د نه نړولو غوښتنه کړې
شمالي وزیرستان کې د ایپي اوسېدونکو د امنیتي عملیاتو پر مهال د کورونو او جوماتونو د نه نړولو غوښتنه کړې

 

د سیمې اوسېدونکو پر دې پېښه خواشیني او غوسه څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې چې د عامو خلکو ژوند دې خوندي وساتل شي او د وژل شویو ماشومانو کورنۍ ته دې انصاف ورکړل شي.

 

تر اوسه د وژل شویو ماشومانو نومونه او عمرونه نه دي معلوم شوي او د ژوبلو کسانو د روغتیايي حالت په اړه هم نور معلومات نه دي ترلاسه شوي. دا هم لا نه ده معلومه چې برید د چا له خوا شوی دی. د پېښې په اړه د ضلعي انتظامیې او امنیتي ادارو رسمي دریځ لا نه دی ترلاسه شوی.

 

شال نیوز په خپلواکه توګه د برید د څرنګوالي او مرګ ژوبلې د شمېر پخلی نه دی کړی.