واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د ختمولو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې روانې دي. تازه راپورونه وايي، د قطر په منځګړیتوب د یوې داسې معاملې وړاندیز شوی چې له مخې به یې د ایران اته میلیارده ډالر کنګل شوې پیسې ازادې شي او په بدل کې به ایران د هرمز تنګی د بېړیو د تګ راتګ لپاره پرانیزي.

 

د نومبر په نهمه خپاره شوي راپور کې د ډیپلوماتیکو سرچینو له قوله ویل شوي چې دغه وړاندیز د قطر د وزیراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني له لارې واشنګټن ته رسول شوی دی.

 

د وړاندیز له مخې، امریکا به پر ایران لګول شوې سمندري محاصره ختمه کړي او په قطر کې به د ایران اته میلیارده ډالر کنګل شوې پیسې ازادې کړي. په بدل کې به ایران د هرمز تنګی پرانیزي او د خلیج په اوبو کې به پر تجارتي بېړیو او تېل وړونکو ټانکرونو بریدونه بند کړي.

 

ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ، د نومبر په نهمه، په واشنګټن کې د قطر له وزیراعظم سره وګوري. تمه ده چې په دې لیدنه کې د جګړې د ختمولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو د هوارولو پر لارو چارو خبرې وشي.

 

د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وېنس هم په دغو ډیپلوماتیکو هڅو کې برخه لري. خو د امریکا او ایران ترمنځ لا هم مهم اختلافات موجود دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې د ایران ځینې غوښتنې د منلو وړ نه دي او په نږدې وخت کې د یوې موافقې تمه نه لري.

 

د امریکا او ایران ترمنځ د موافقې لپاره د قطر نوې هڅې؛ د هرمز تنګی به پرانیستل شي؟
د امریکا او ایران ترمنځ د موافقې لپاره د قطر نوې هڅې؛ د هرمز تنګی به پرانیستل شي؟
جي ډي ونس: له ایران سره جګړه په ټاکنو کې زموږ د ماتې اصلي لامل دی
جي ډي ونس: له ایران سره جګړه په ټاکنو کې زموږ د ماتې اصلي لامل دی
د امریکا په ټاکنو کې د ډیموکراټانو بریا؛ ټرمپ له ایران سره د موافقې او د جګړې د پراخولو له انتخاب سره مخ دی
د امریکا په ټاکنو کې د ډیموکراټانو بریا؛ ټرمپ له ایران سره د موافقې او د جګړې د پراخولو له انتخاب سره مخ دی

 

بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د تهران وړاندیز مناسب بللی او ویلي یې دي چې د جګړې د ختمولو لپاره باید د ایران غوښتنې ومنل شي.

 

ایران وړاندې وړاندیز کړی و چې که امریکا خپله سمندري محاصره ختمه کړي، ځینې بندیزونه لرې کړي او د ایران کنګل شوې پیسې ازادې کړي، نو تهران به په دوو ورځو کې د هرمز تنګی بېرته پرانیزي.

 

هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد یوه مهمه سمندري لاره ده. د دې لارې بندېدو او په سیمه کې روانې جګړې د نړیوالو تېلو پر بازارونو او د تجارتي بېړیو پر تګ راتګ اغېز کړی دی.

 

سره له دې چې د قطر په منځګړیتوب خبرې روانې دي، واشنګټن او تهران تر اوسه د اته میلیارده ډالرو د معاملې په اړه وروستۍ موافقه نه ده اعلان کړې.