دوحه (شال نیوز) : قطر د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د ختمولو لپاره یو نوی وړاندیز کړی، چې له مخې به یې ایران خپلو اټومي تاسیساتو ته د نړیوالو معاینه کوونکو د ورتګ اجازه ورکوي او امریکا به د ایران د سمندري محاصرې د ختمولو ترڅنګ د دغه هېواد ځینې کنګل شوې پیسې خوشې کوي.
ګارډین ورځپاڼې د نومبر په اوومه راپور ورکړی چې د قطر د وړاندیز له مخې به امریکا د ایران د بندرونو سمندري محاصره ختموي او د دغه هېواد د شاوخوا اتو اربو ډالرو کنګل شوو شتمنیو یوه برخه به خوشې کوي.
په بدل کې به ایران د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې معاینه کوونکو ته اجازه ورکوي چې هغه اټومي تاسیسات وګوري چې د جګړې پر مهال پرې بریدونه شوي دي. د وړاندیز له مخې، ایران به اړ نه وي چې خپل غني شوي یورانیم له هېواده وباسي، خو د یورانیمو د غني کولو د کچې د کمولو په اړه به خبرې کېدای شي.
راپور وايي، که دواړه هېوادونه موافقې ته ورسېږي، ایران به د هغې د عملي کېدو په دویمه ورځ د هرمز تنګی د تجارتي بېړیو پر مخ پرانیزي. د بېړیو د تګ راتګ لپاره به هغه سمندري لاره کارول کېږي چې ایران او عمان پرې خبرې کړې دي.
بلخوا رویټرز خبري اژانس د نومبر په پنځمه د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي له قوله ویلي وو چې تهران د قطر په منځګړتوب امریکا ته د خپل اټومي پروګرام په اړه یو وړاندیز استولی دی. خو دغه چارواکي ویلي وو چې ایران به تر هغه وخته له امریکا سره خبرې نه کوي چې واشنګټن یې اووه غوښتنې ونه مني.
په دغو غوښتنو کې د اقتصادي بندیزونو ختمول، د کنګل شوو پیسو خوشې کول، د جګړې د تاوان ورکول او د سمندري محاصرې ختمول شامل دي. د ایران د ملي امنیت یوه لوړپوړي چارواکي محسن رضايي هم ویلي چې د تهران د غوښتنو له منلو پرته به نه د هرمز تنګی پرانیستل شي او نه به له امریکا سره خبرې پیل شي.
د امریکا حکومت بیا ټینګار کوي چې د ایران اټومي پروګرام باید د هرې ممکنه موافقې برخه وي. د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم د جګړې د ختمولو او په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو پر لارو خبرې کړې دي.
د امریکا او ایران ترمنځ جګړه د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسرائیل له بریدونو وروسته پیل شوې وه. ایران په ځواب کې پر اسرائیل او په سیمه کې د امریکا پر پوځي مرکزونو بریدونه وکړل.
د جګړې له امله د هرمز په تنګي کې د بېړیو تګ راتګ سخت اغېزمن شوی دی. له دې سمندري لارې په عادي حالاتو کې د نړۍ د تېلو شاوخوا پنځمه برخه تېرېږي. که څه هم قطر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو د ختمولو هڅې روانې ساتلې دي، خو د نومبر تر اوومې پورې د امریکا او ایران ترمنځ د نوې موافقې اعلان نه و شوی.


شال نیوز