واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا د کانګرېس جمهوري غوښتونکي غړي توماس ماسي ویلي چې راتلونکې اوونۍ به د دفاع وزیر پېټ هېګسېت د لرې کولو لپاره د استازو جرګې ته وړاندیز وړاندې کړي.
ماسي د دې اقدام لامل د ایران پر ضد د امریکا جګړه بللې او ویلي یې دي چې دغه جګړه د کانګرېس له اجازې پرته پیل شوې ده. د سي اېن اېن د راپور له مخې، ماسي ویلي چې د نومبر پر نهمه پیلېدونکې اوونۍ کې به د دفاع وزیر د لرې کولو لپاره د رایې اخیستلو هڅه وکړي.
نوموړي د سپټمبر په میاشت کې هم د هېګسېت پر ضد اته تورونه د استازو جرګې ته وړاندې کړي وو، خو هغه مهال پرې رایه نه وه اخیستل شوې. په دغو تورونو کې د ایران جګړه او په نورو هېوادونو کې د امریکايي ځواکونو د عملیاتو په اړه د قانوني واکونو د سرغړونې ادعاوې شاملې دي.
ماسي وايي، د امریکا حکومت د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو په پیلولو سره د کانګرېس له واکونو سرغړونه کړې ده. د امریکا د اساسي قانون له مخې، کانګرېس د جګړې د اعلان واک لري، خو ولسمشر هم د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان په توګه د پوځي عملیاتو د پیلولو واکونه لري. د دغو واکونو د حدودو په اړه د امریکا د ولسمشرانو او کانګرېس ترمنځ له اوږدې مودې راهیسې اختلافات موجود دي.
د راپور له مخې، د جمهوري غوښتونکي ګوند ځینو سرچینو ویلي چې د ماسي وړاندیز د استازو جرګې د غړو ملاتړ ترلاسه کولای شي، خو تر اوسه څرګنده نه ده چې څومره استازي به یې په ګټه رایه ورکړي. دغه هڅې په داسې وخت کې کېږي چې د ایران جګړې د امریکا په سیاسي کړیو کې اختلافات زیات کړي دي.
بلخوا، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل دفاع وزیر ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې غواړي هېګسېت په خپله دنده پاتې شي. هېګسېت هم د خپلې استعفا غوښتنې رد کړې او د ایران پر ضد یې د امریکا له پوځي عملیاتو دفاع کړې ده.
د امریکا د قانون له مخې، که د استازو جرګه د دفاع وزیر پر ضد رسمي تورونه تصویب کړي، موضوع به سنا ته ځي. له دندې د هغه د لرې کولو لپاره به د سنا د حاضرو غړو د دوو پر درېیو برخو رایې اړینې وي. تر اوسه د دفاع وزیر د لرې کولو په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.
د سي اېن اېن د راپور له مخې، د جمهوري غوښتونکي ګوند ځینې غړي هېګسېت تورنوي چې ولسمشر ټرمپ یې د ایران جګړې ته هڅولی، خو د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې روښانه تګلاره نه درلوده. سپینې ماڼۍ د دفاع وزیر ملاتړ کړی او دغه نیوکې یې رد کړې دي.


شال نیوز