واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس ویلي، له ایران سره جګړه د کانګرېس په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو د ماتې اصلي لامل دی. ونس ویلي، د ماتې لامل ټولو ته څرګند دی او ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم تېره شپه په دې اړه خبرې کړې دي.

 

هغه زیاته کړې: «ټول پوهېږي چې ولې مو ماتې وخوړه. هغو کسانو چې موږ ته یې له وړاندې خبرداری راکاوه او اوس په غوسه دي، حق درلود. هغوی رښتیا هم موږ ته ویلي وو.»

 

د امریکا مرستیال ولسمشر د یوې نظرپوښتنې په حواله ویلي، له هغو رایه ورکوونکو پوښتنه شوې چې د جمهوري غوښتونکو ملاتړ یې پرېښی، چې په کومو شرایطو کې به بېرته د دوی ملاتړ وکړي.

 

د ونس په وینا، دغو رایه ورکوونکو څلور غوښتنې مطرح کړې دي: د جګړې پای ته رسول، د ژوند د لګښتونو او انفلاسیون کمولو ته پاملرنه، د امریکا ګټو ته لومړیتوب ورکول او له اسراییلو سره د واشنګټن په اړیکو کې بدلون راوستل.

 

د امریکا منځمهاله ټاکنې؛ ډیموکراتانو د کانګرس په دواړو جرګو کې مهمې بریاوې ترلاسه کړې
د امریکا منځمهاله ټاکنې؛ ډیموکراتانو د کانګرس په دواړو جرګو کې مهمې بریاوې ترلاسه کړې
ټرمپ: امریکا به د روان کال تر پایه اسراییلو ته کلنۍ پوځي مرستې بندې کړي
ټرمپ: امریکا به د روان کال تر پایه اسراییلو ته کلنۍ پوځي مرستې بندې کړي

 

ونس ویلي، د دغو څلورو غوښتنو یادونه د نظرپوښتنې په نږدې ټولو ځوابونو کې شوې ده. د نومبر په درېیمه د امریکا د کانګرېس منځمهاله ټاکنې ترسره شوې چې پکې د استازو جرګې د ټولو ۴۳۵ څوکیو او د سنا د یوې برخې لپاره رایې واچول شوې.

 

د ونس د څرګندونو له مخې، له ایران سره جګړه او د هغې اقتصادي او سیاسي اغېزې د جمهوري غوښتونکو د ملاتړ په کمېدو کې مهم عوامل وو.