واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا د کانګرس په منځمهاله ټاکنو کې د ډیموکراټانو بریا له ایران سره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د راتلونکي سیاست په اړه پوښتنې راپورته کړې دي. شنونکي وايي، ټرمپ اوس له دې انتخاب سره مخ دی چې له تهران سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره موافقې ته ورسېږي او که پوځي عملیات پراخ کړي.
رویټرز خبري اژانس د نومبر په څلورمه په یوه تحلیلي راپور کې ویلي چې له ایران سره جګړې، د تېلو لوړو بیو او اقتصادي فشارونو د امریکا په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو پر ملاتړ اغېز کړی دی. د راپور له مخې، د ډیموکراټانو بریا د ټرمپ لپاره سیاسي ستونزې زیاتې کړې او ښايي د ایران په اړه د هغه پر راتلونکو پرېکړو هم اغېز وکړي.
امریکا او اسراییلو د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران پوځي بریدونه پیل کړل. له دغو بریدونو وروسته جګړه د منځني ختیځ نورو برخو ته هم وغځېده. ایران د خلیج پر ځینو هدفونو بریدونه وکړل او د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ هم اغېزمن شو.
د جګړې له امله د نړۍ د انرژۍ په بازارونو کې د تېلو او ګازو بیې لوړې شوې او په امریکا کې یې د ژوند د لګښتونو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. رویټرز وايي، که څه هم د امریکا او اسراییلو بریدونو د ایران پوځي وړتیاوو ته زیان رسولی، خو د دغه هېواد د اټومي پروګرام او هرمز تنګي په اړه اختلافونه لا نه دي هوار شوي.
د خلیجي هېوادونو له حکومتونو سره نږدې دوو سرچینو رویټرز ته ویلي چې د امریکا د ټاکنو پایلې ښايي ټرمپ له ایران سره موافقې ته وهڅوي. د دغو سرچینو په وینا، په اوسنیو سیاسي شرایطو کې پر ایران د پراخو پوځي بریدونو امکان کم شوی، خو محدود پوځي اقدامات لا هم نه شي رد کېدای.
په ابوظبۍ کې د اماراتو د پالیسۍ مرکز مشرې، ابتسام الکتبي، رویټرز ته ویلي چې د امریکا د ټاکنو پایلو له ایران سره د موافقې اړتیا زیاته کړې، خو موافقې ته رسېدل یې اسانه کړي نه دي. د هغې په وینا، که تهران دا احساس کړي چې ټرمپ یوې موافقې ته اړتیا لري، د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو زمینه برابرېدای شي.
خو که ایراني چارواکي د ټاکنو پایلې د امریکا د کمزورۍ نښه وګڼي، د جګړې د بیا پراخېدو خطر به زیات شي. بلخوا، ایراني چارواکو د امریکا د ټاکنو پایلې د ټرمپ د جګړې د سیاست ناکامي بللې ده. خو رویټرز وايي، تهران لا هم د احتمالي امریکايي بریدونو په اړه په تیارسي حالت کې دی او د هرمز تنګي په اړه یې په خپلو غوښتنو کې د نرمښت څرګندې نښې نه دي لیدل شوې.
د ایران ستر مشر مجتبی خامنهيي هم ټینګار کړی چې تهران باید د بهرنیو فشارونو پر وړاندې له خپلو دریځونو شاته نه شي. د سعودي عربستان د خلیج د څېړنو مرکز مشر عبدالعزیز صقر بیا ویلي چې د ټاکنو پایلې ښايي ټرمپ پوځي اقدام ته هم وهڅوي.
د هغه په اند، ټرمپ ښايي د سیاسي فشارونو د کمولو لپاره د ایران پر وړاندې د سخت دریځ غوره کولو هڅه وکړي. د راپور له مخې، خلیجي هېوادونه غواړي چې د امریکا او ایران ترمنځ په هره احتمالي موافقه کې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ ازادي او د سیمې امنیت خوندي شي.
په همدې حال کې قطر د واشنګټن او تهران ترمنځ د اختلافونو د کمولو لپاره منځګړیتوب ته دوام ورکوي او چین هم د سیاسي حل ملاتړ کوي. رویټرز وايي، په کانګرس کې د ډیموکراټانو پیاوړی کېدل ښايي د ټرمپ پر حکومت سیاسي فشارونه زیات کړي او د ایران د جګړې په اړه د هغه پرېکړې تر لا زیاتې څارنې لاندې راولي.
شنونکي وايي، د امریکا د ټاکنو پایلو د جګړې د پای ته رسولو لپاره نوې سیاسي زمینه برابره کړې، خو دا لا څرګنده نه ده چې واشنګټن او تهران به موافقې ته ورسېږي او که به په منځني ختیځ کې جګړه نوره هم پراخه شي.


شال نیوز