کابل (شال نیوز) : د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې د پراخې لوږې، د ماشومانو د خوارځواکۍ، بېوزلۍ او وچکالۍ د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې د ژمي په رانږدې کېدو سره د میلیونونو اړمنو افغانانو وضعیت لا خرابېدای شي.

 

اوچا د دوشنبې په ورځ په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي، د افغانستان نږدې درېیمه برخه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي او میلیونونه کسان د بېوزلۍ او د عاید د سرچینو د نشتوالي له امله د خپلو لومړنیو خوراکي اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.

 

دغه سازمان زیاته کړې چې په افغانستان کې پرله‌پسې وچکالیو د کرنې، مالدارۍ او د خلکو پر ورځني معیشت منفي اغېز کړی دی. د اوبو د سرچینو کمښت، د بارانونو نشتوالی او د کرنیزو حاصلاتو زیانمنېدل د کلیوالو کورنیو اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي.

 

د ملګرو ملتونو د خوراکي امنیت د طبقه‌بندۍ د تازه ارزونې له مخې، د ۲۰۲۶م کال په سپټمبر او اکټوبر میاشتو کې شاوخوا ۱۵.۹ میلیونه افغانان د خوړو له شدید ناامنۍ سره مخ وو، چې د ټول نفوس نږدې ۳۲ سلنه جوړوي. په دې ډله کې ۳.۴ میلیونه کسان د لوږې په بېړني پړاو کې دي.

 

اوچا: د افغانستان سویل کې د خوړو ناامني او خوارځواکي مخ په پراخېدو ده
اوچا: د افغانستان سویل کې د خوړو ناامني او خوارځواکي مخ په پراخېدو ده
ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ژمي له راتګ سره د لوږې د زیاتېدو خبرداری
ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ژمي له راتګ سره د لوږې د زیاتېدو خبرداری

 

د دغې ارزونې پر بنسټ، اټکل کېږي چې د ۲۰۲۶م کال له نومبر څخه د ۲۰۲۷ کال تر اپرېل پورې به د خوړو له شدید کمښت سره د مخ کسانو شمېر ۱۹.۲ میلیونو ته لوړ شي، چې د افغانستان د نفوس ۳۸ سلنه جوړوي. له دې ډلې به شاوخوا پنځه میلیونه کسان د لوږې له بېړني وضعیت سره مخ وي.

 

بلخوا، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) او د خوارځواکۍ اړوند ادارو د اټکل له مخې، په ۲۰۲۷م کال کې به له څلور میلیونو ډېر ماشومان، چې عمرونه یې له شپږو میاشتو تر پنځو کلونو پورې دي، د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري. له دې ډلې به نږدې ۱.۱ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته وي.

 

د مرستندویه بنسټونو په وینا، د خوراکي توکو د بیو لوړوالی، د کاري فرصتونو کمښت، بې‌کاري، د کورنیو د پېرلو د وړتیا کمزورتیا او د بشري مرستو کمېدل د لوږې او خوارځواکۍ د زیاتېدو مهم لاملونه دي.

 

یونسکو: په افغانستان کې ۵۳ سلنه ماشومان له رسمي زده‌ کړو بې‌ برخې دي
یونسکو: په افغانستان کې ۵۳ سلنه ماشومان له رسمي زده‌ کړو بې‌ برخې دي

 

همدارنګه، له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو پراخې راستنېدنې د هغو سیمو پر اقتصادي او ټولنیزو امکاناتو فشار زیات کړی چې له وړاندې له بېوزلۍ او د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي. د سرحدي تګ راتګ او سوداګرۍ ستونزو هم د ځینو لومړنیو توکو پر بیو او د مرستو پر رسولو اغېز کړی دی.

 

اوچا په ورته وخت کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه د بشري وضعیت د خرابېدو له مهمو عواملو بللي دي. د دغو محدودیتونو له امله ښځې او نجونې له زده‌کړو، کار او روغتیايي خدمتونو څخه له پراخو محدیتونو سره مخ دي.