کابل (شال نیوز) : د ملګرو ملتونو د ښوونې او روزنې علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) او د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) په یوه ګډ راپور کې ویلي، په افغانستان کې ۵۳ سلنه ماشومان له رسمي عامه زده‌کړو بې‌برخې دي.

 

د دواړو سازمانونو په ګډ راپور کې، چې د '۲۰۲۶ کال په افغانستان کې د پوهنې وضعیت' تر سرلیک لاندې خپور شوی، د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلو محدودیتونو دوام ته هم اشاره شوې ده.

 

راپور زیاتوي، چې له ۱۴۰۰ لمریز کال راهیسې تر اوسه په افغانستان کې له ۲.۶ میلیونو څخه زیاتې نجونې له منځنیو او لوړو زده‌کړو څخه محرومې شوې دي. د راپور د شمېرو له مخې، د افغانستان ټول نفوس شاوخوا ۴۵ میلیونه اټکل شوی چې نږدې ۶۵ سلنه یې له ۲۵ کلونو کم عمر لري.

 

طالبان وايي نجونې انلاین ډاکټرانې جوړېدی شي، خو امتحانونه به چېرته ورکوي او سندونه به یې څوک مني؟
طالبان وايي نجونې انلاین ډاکټرانې جوړېدی شي، خو امتحانونه به چېرته ورکوي او سندونه به یې څوک مني؟
حامد کرزی: د افغانستان د پرمختګ لپاره د نجونو تعلیم ضروري دی
حامد کرزی: د افغانستان د پرمختګ لپاره د نجونو تعلیم ضروري دی

 

همدارنګه، د ښوونځي عمر لرونکو ماشومانو او تنکیو ځوانانو (له ۷ تر ۱۸ کلونو) شمېر هم په وروستیو کلونو کې زیات شوی دی. د راپور له مخې، په ۲۰۱۹م کال کې د افغانستان د ښوونځي عمر لرونکو وګړو شمېر شاوخوا ۱۰.۴ میلیونه و، خو په ۲۰۲۴م کال کې دا شمېر ۱۱.۵ میلیونو تنو ته لوړ شوی دی.

 

یونسکو او یونېسف په داسې حال کې په افغانستان کې د ماشومانو د زده‌کړو په اړه اندېښنې څرګندوي، چې د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه لا هم دوام لري او د پوهنې په برخه کې د زده‌کوونکو د لاسرسي په اړه ګڼې ننګونې موجودې دي.

 

طالبانو‌ ویلي، تر امرثاني د نجونو پر زده کړو بندیز دوام کوي.