د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې افغان نجونې د دیني مدرسو، په کورونو کي د زده کړو او انلاین تعلیم له لارې ډاکټرانې جوړېدای شي. خو د نوموړي دې څرګندونو په افغانستان کي د نجونو د تعلیم په اړه ګڼې پوښتنې راپورته کړې دي.
که نجونې د انټرنېټ له لارې ډاکټرانې جوړېدای شي، نو آیا د طالبانو حکومت ورته په رسمي توګه د انلاین تعلیم اجازه ورکړې ده؟ دا اجازه کله ورکړل شوې؟ نجونې به امتحانونه چېرته ورکوي، په روغتونونو کي به عملي زده کړې څنګه کوي او د ډاکټرۍ سندونه به یې څوک مني؟
بلخي له اتریشۍ ورځپاڼې «وینر څایتونګ» سره په مرکه کي ویلي چې د نجونو پر تعلیم لګېدلي بندیزونه یوازې له شپږم ټولګي پورته په عامو سکولونو پورې تړاو لري. د هغه په وینا، په دیني مدرسو کي د مذهبي تعلیم ترڅنګ ساینس او نور عصري مضامین هم ښودل کېږي او نجونې انلاین زده کړې هم کولی شي.
خو په افغانستان کي د نجونو پر تعلیم بندیزونه یوازې تر سکولونو محدود نه دي. طالبانو د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کي په سرکاري او شخصي پوهنتونونو کي د ښځو زده کړې بندې کړې او د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کي یې په طبي انسټیټیوټونو کي هم د نجونو او ښځو پر تعلیم بندیز ولګاوه.
په دغو انسټیټیوټونو کي نجونو د نرسنګ، قابلګۍ او نورو طبي څانګو زده کړې کولې. د دغو بندیزونو له امله د ښځینه طبي کارکوونکو د روزنې رسمي لارې هم محدودې شوې دي. د انټرنېټ د امکاناتو په اړه شمېرې هم د بلخي د څرګندونو د عملي کېدو په وړاندې ستونزې ښيي.
د ډیټا رپورټل د ۲۰۲۶ کال د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال تر پایه په افغانستان کي شاوخوا یو کروړ او ۱۳ لکه کسانو انټرنېټ کاراوه، چې د هېواد د نفوس ۲۵ اعشاریه پنځه فیصده جوړوي. په دې حساب د افغانستان نږدې درې پر څلورمه برخه خلک انټرنېټ نه کاروي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په ۲۰۲۴ کال کي د ۲۰۲۲ کال د معلوماتو پر بنسټ ویلي وو چې یوازې شپږ فیصده افغان ښځو انټرنېټ ته لاسرسی درلود، په داسې حال کي چې د نارینه وو دا شرح ۲۵ فیصده وه. په کلیوالو سیمو کي د ښځو د انټرنېټ لاسرسی یوازې دوه فیصده ښودل شوی و. که څه هم دا شمېرې پخوانۍ دي، خو په افغانستان کي د ښځو او نارینه وو ترمنځ د انټرنېټ د امکاناتو لوی توپیر څرګندوي.
د انټرنېټ نړیوالې ټولنې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کي د افغانستان شاوخوا ۶۰ فیصده نفوس د فورجي موبایل شبکې تر پوښښ لاندې و. خو د شبکې موجودیت په دې معنا نه دی چې هره کورنۍ کمپیوټر، سمارټ فون، د انټرنېټ پېکج او د انلاین درسونو لپاره مناسب امکانات لري.
په کابل، هرات او مزارشریف غوندې لویو ښارونو کي د انټرنېټ امکانات د لرو پرتو کلیوالو سیمو په پرتله زیات دي. خو په هغو کورنیو کي چې د خوراک او نورو ضروري خرچونو پوره کول ورته ګران وي، د یوې نجلۍ لپاره د کمپیوټر اخیستل او د انټرنېټ میاشتنی خرچ ورکول هم اسانه نه دي.
د بلخي له خبرو دا هم نه ده څرګنده چې طالبانو د نجونو د انلاین تعلیم لپاره کله رسمي اجازه ورکړې ده. آیا د پوهنې یا لوړو زده کړو وزارت په دې اړه کوم لیکلی حکم جاري کړی؟ آیا دا اجازه په ټولو ۳۴ ولایتونو کي یو شان ده؟ او که یوه نجلۍ په کور کي انلاین تعلیم وکړي، د هغې زده کړې به د حکومت له خوا په رسمي توګه منل کېږي؟
د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې د ۲۰۲۶ کال په راپور کي ویلي چې په افغانستان کي د نجونو لپاره انلاین تعلیمي پروګرامونه شته، خو د انټرنېټ د خرابو امکاناتو او نورو ستونزو له امله ټولو نجونو ته یو شان لاسرسی نه لري.
د راپور له مخې، په ځینو سیمو کي مقامي طالبانو د نجونو د غیررسمي زده کړو ځینې پروګرامونه زغملي، خو په نورو سیمو کي تعلیمي مرکزونه تړل شوي دي. د دې ترڅنګ د ډاکټرۍ د تعلیم مسئله له عامو انلاین زده کړو سره توپیر لري.
د طب یوه زده کوونکې باید د کتابونو او لکچرونو ترڅنګ په لابراتوارونو او روغتونونو کي عملي روزنه هم وکړي. د ناروغانو معاینه، د ناروغیو پېژندل، د علاج طریقې او د طبي وسایلو استعمال یوازې د موبایل یا کمپیوټر پر سکرین نه شي زده کېدای.
که یوه افغانه نجلۍ د انلاین پوهنتون له لارې د طب درسونه بشپړ کړي، نو آیا د طالبانو حکومت به هغې ته په روغتون کي د عملي روزنې اجازه ورکړي؟ آیا د طب وروستي امتحانونه به په کور کي ورکوي، که د امتحان لپاره به کوم رسمي مرکز موجود وي؟ او که امتحانونه پاس کړي، د ډاکټرۍ سند به یې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مني؟
دا پوښتنې تر اوسه روښانه ځوابونه نه لري. د طبي څېړنو نړیوالې مجلې «دي بي اېم جې» د ۲۰۲۶ کال په اکتوبر کي په یوه راپور کي ویلي چې لږ تر لږه اووه زره افغانې نجونې او ښځې د انلاین طبي زده کړو او پټو تعلیمي مرکزونو له لارې خپل تعلیم جاري ساتي.
د دې راپور له مخې، په افغانستان کي لږ تر لږه شپږ روغتونونه ځینو ښځینه زده کوونکو ته د طبي چارو د کتنې او عملي تجربې محدود فرصتونه ورکوي. خو دا زده کړې له رسمي طبي تعلیم سره یو شان نه دي.
په راپور کي د کابل د جلاوطنۍ انلاین طبي پوهنتون د مسئول له قوله ویل شوي چې د دوی زده کوونکې تر هغه وخته په افغانستان کي په قانوني توګه د ډاکټرۍ کار نه شي کولی، څو چې د سندونو د منلو په اصولو کي بدلون نه وي راغلی، یا له هېواده بهر رسمي طبي سند ترلاسه نه کړي.
په دې توګه، انلاین تعلیم د ځینو نجونو لپاره د زده کړو د جاري ساتلو لاره ده، خو دا په خپله د ډاکټرۍ د رسمي سند او په روغتون کي د کار کولو اجازه نه ده. د انټرنېټ بندېدو پخوانۍ پېښې هم د انلاین تعلیم د دوام په اړه پوښتنې پیدا کوي.
د ۲۰۲۵ کال په سپتمبر کي د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کي د انټرنېټ خدمات بند شول. د دې بندیزونو له امله هغه نجونې هم له درسونو پاتې شوې چې د سکولونو او پوهنتونونو تر تړل کېدو وروسته یې انلاین زده کړې کولې.
ځینو زده کوونکو هغه مهال ویلي وو چې د انټرنېټ بندېدو د دوی درسونه ودرول او د موبایل انټرنېټ پېکجونه دومره ګران وو چې کورنیو یې خرچ نه شو پوره کولی. اوس پوښتنه دا ده چې که د طالبانو حکومت انلاین تعلیم د نجونو لپاره یوه منل شوې لاره بولي، نو آیا د انټرنېټ د دوام، ارزانه خدماتو او د نجونو د لاسرسي لپاره یې کومه تګلاره جوړه کړې ده؟
د دیني مدرسو په اړه د بلخي څرګندونې هم وضاحت غواړي. نوموړی وايي چې په مدرسو کي د دیني تعلیم ترڅنګ ساینس او نور عصري مضامین ښودل کېږي. خو دا نه دي څرګنده شوې چې په څو مدرسو کي بیالوژي، کیمیا، فزکس او ریاضي د دولسم ټولګي تر کچې تدریسېږي او آیا د دغو مدرسو فارغانې په طبي پوهنتونونو کي د داخلې حق لري.
که د مدرسو تعلیم د رسمي سکولونو او کالجونو بدیل وي، نو د طالبانو حکومت به دا هم روښانه کوي چې د مدرسو د زده کوونکو تعلیمي معیار څوک ارزوي او سندونه یې د کومې ادارې له خوا ورکول کېږي. د نجونو پر طبي تعلیم بندیزونه یوازې د زده کوونکو راتلونکی نه اغېزمنوي، بلکې د افغانستان د روغتیايي خدمتونو لپاره هم مهم دي.
په افغانستان کي ډېرې ښځې د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو خدمتونو ته اړتیا لري. په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کي چې روغتونونه او ښځینه طبي کارکوونکې کمې دي، د نوو ښځینه ډاکټرانو د روزنې بندېدل د راتلونکو کلونو لپاره ستونزې زیاتولی شي.
د «دي بي اېم جې» د راپور له مخې، یونیسف اټکل کړی چې د ښځو پر طبي تعلیم بندیز به تر ۲۰۳۰ کال پورې د ۵۴۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت سبب شي. د عبدالقهار بلخي وروستۍ څرګندونې ښيي چې د طالبانو حکومت د نجونو انلاین زده کړې ممکنې بولي، خو د دې تعلیم د رسمي منلو، امتحانونو، عملي روزنې او سندونو په اړه لا هم وضاحت ته اړتیا ده.
که یوه نجلۍ له شپږم ټولګي وروسته په کور کي تعلیم وکړي، دولسم ټولګی انلاین بشپړ کړي، د طب درسونه ولولي او امتحانونه پاس کړي، نو آیا د طالبانو حکومت به هغې ته د ډاکټرۍ سند او په روغتون کي د کار اجازه ورکړي؟
او که دا ټول امکانات موجود وي، نو د تېرو پنځو کلونو په موده کي څو افغانو نجونو د انلاین زده کړو له لارې داسې رسمي طبي سندونه ترلاسه کړي چې د طالبانو حکومت منلي وي؟
د دغو پوښتنو ځوابونه به روښانه کړي چې د بلخي له خوا یادې شوې د تعلیم لارې د افغان نجونو لپاره تر کومه حده عملي دي. ځکه د انلاین درسونو اجازه لرل یوه خبره ده، خو د رسمي تعلیم بشپړول، امتحان ورکول، د ډاکټرۍ سند ترلاسه کول او د ناروغانو د علاج اجازه لرل بله خبره ده.


مجید بابر