نیویارک (شال نیوز) : ملګري ملتونه وايي، د نړیوالو مالي مرستو د کمېدو له امله په افغانستان کې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ تر ۷۰۰ ډېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي، چې د دغه هېواد د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د مرکزونو شاوخوا ۴۰ سلنه جوړوي.

 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) د مشر مرستیال برونو لمارکي د جمعې په ورځ، د نومبر پر شپږمه، په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې د نړیوالو مرستو کمېدو د افغانستان پر روغتیايي نظام، اقتصاد او بشري وضعیت ژور اغېز کړی دی.

 

د هغه په وینا، د افغانستان لپاره د بشري مرستو بودیجه په ۲۰۲۳ کال کې له دوو میلیاردو ډالرو څخه په ۲۰۲۶ کال کې ۵۷۰ میلیونه ډالرو ته راکمه شوې ده. نوموړي خبرداری ورکړ چې که څه هم په راتلونکي کال کې د بشري مرستو اړمنو کسانو د شمېر د کمېدو اټکل کېږي، خو د خلکو د اړتیاوو شدت به شاوخوا ۳۰ سلنه زیات شي.

 

لمارکي وویل، د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو لګول شوو محدودیتونو د هغوی زده‌کړې، کار، روغتیايي او نورو عامه خدمتونو ته لاسرسی او په ټولنیز ژوند کې ګډون سخت اغېزمن کړی دی. د هغه په خبره، د ښځو او نجونو پر اساسي حقونو د محدودیتونو دوام د افغانستان نړیواله انزوا هم زیاته کړې ده.

 

نوموړي زیاته کړه چې د ۲۰۲۵ کال له سپټمبر راهیسې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د افغان ښځینه کارکوونکو پر ورتګ لګول شوی بندیز لا هم پر ځای دی او د دغه سازمان پر فعالیتونو یې اغېز کړی دی.

 

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي افغانستان ته د کډوالو پراخې راستنېدنې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا شپږ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانان له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

 

یونسکو: په افغانستان کې ۵۳ سلنه ماشومان له رسمي زده‌ کړو بې‌ برخې دي
یونسکو: په افغانستان کې ۵۳ سلنه ماشومان له رسمي زده‌ کړو بې‌ برخې دي
اوچا: د افغانستان سویل کې د خوړو ناامني او خوارځواکي مخ په پراخېدو ده
اوچا: د افغانستان سویل کې د خوړو ناامني او خوارځواکي مخ په پراخېدو ده
تازه څېړنه: افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد بهیر ۹۱ سلنه روښانه نه دی
تازه څېړنه: افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد بهیر ۹۱ سلنه روښانه نه دی

 

د هغه په وینا، د دومره ډېرو خلکو راستنېدو د افغانستان پر اقتصاد، روغتیايي او نورو عامه خدمتونو او هغو سیمو فشار زیات کړی چې راستنېدونکي پکې مېشتېږي. لمارکي وویل، راستنېدونکي افغانان د پېژندنې اسنادو، سرپناه، کار او لومړنیو خدمتونو ته اړتیا لري او د دغو اړتیاوو نه پوره کېدل د هغوی د بیا مېشتېدو بهیر ستونزمنوي.

 

نوموړي د افغانستان د کرنې او د بزګرانو اقتصادي وضعیت ته هم پام واړاوه او ویې ویل چې د کوکنارو د کښت کمول هغه وخت دوامداره پایله لرلای شي چې بزګرانو ته د ژوند او آمدن بدیلې لارې برابرې شي.

 

د هغه په خبره، که بزګران اقتصادي ملاتړ ترلاسه نه کړي او له بدیلو کرنیزو محصولاتو کافي آمدن ونه لري، ځینې یې ښايي بېرته د کوکنارو کښت ته مخه کړي.

 

لمارکي خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د بېوزلۍ زیاتوالی، د عامه خدمتونو کمزورتیا او په ټولنه کې د راستنېدونکو کډوالو د بیا مېشتېدو ستونزې یوازې پر افغانستان نه، بلکې پر ګاونډیو هېوادونو هم اغېز لرلای شي. هغه وویل، د دغو ستونزو دوام ښايي د سیمې پر امنیت، ثبات او د کډوالۍ پر بهیر نور فشار هم زیات کړي.