پېښور (شال نیوز) : د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند لوړپوړی مشر، میاافتخار حسین ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شته اختلافونو او ستونزو د حل یوازېنۍ مناسبه لار خبرې اترې، متقابل تفاهم او دوامدارې ډیپلوماټیکې هڅې دي.
نوموړي په یوه ځانګړې مرکه کې ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه باید د ستونزو د هواري لپاره د خبرو اترو لاره غوره کړي او د اړیکو د لا خرابېدو مخه ونیسي.
د هغه په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافونو د حل لپاره اړینه ده چې د یو بل اندېښنو ته پام وشي او داسې عملي تګلارې رامنځته شي چې د دواړو لورو ګټې خوندي کړي. میا افتخار حسین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د پرانیستې ساتلو او د سوداګرۍ د دوام پر اهمیت هم ټینګار کړی دی.
هغه وویل، د سوداګریزو لارو تړل او د تګ راتګ محدودول د دواړو هېوادونو پر خلکو، سوداګرو او اقتصادي فعالیتونو منفي اغېزې کوي؛ له همدې امله باید د اړیکو د عادي ساتلو لپاره هڅې زیاتې شي.
نوموړي دغه راز په خیبر پښتونخوا کې د والي د واکمنۍ د ټینګښت او د بېړني حالت د احتمالي اعلان په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
هغه د دې ډول پرېکړو د احتمالي پایلو په اړه خبرداری ورکړی او د سیاسي وضعیت د مدیریت لپاره یې د مشورې، سیاسي تفاهم او ډیموکراتیکو لارو چارو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په وروستیو کلونو کې د امنیتي، سیاسي او سوداګریزو اختلافونو له امله اړیکې له ستونزو سره مخ شوې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي لارو تړل کېدو او د سوداګرۍ په بهیر کې خنډونو هم د خلکو او سوداګرو پر ژوند اغېز کړی دی.


شال نیوز