کندهار / پېښور : په افغانستان او پاکستان کې کروندګرو، سوداګرو او مزدورانو یو ځل بیا له دواړو حکومتونو غوښتي دي چې تړلې سوداګریزې لارې بېرته پرانیزي، ځکه د اوږدې مودې بندښت د پولې دواړو غاړو ته کاروبار، روزګار او د زرګونو کورنیو عایدونه اغېزمن کړي دي.
د اسوشیټېډ پرېس ،د اګست د ۱۹مې، د راپور له مخې، په کندهار کې د انګورو حاصلات سږکال ښه دي، خو پاکستان ته د صادراتي لارو د بندېدو له امله کروندګر خپل مهم بازار ته لاسرسی نه لري. پاکستان په دودیز ډول د افغانستان د تازه مېوو، په ځانګړي ډول د انګورو، له مهمو بازارونو څخه دی.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال ،عبدالـباقي بینا، ویلي دي ، چې په ۲۰۲۵م کال کې د افغانستان له سویلي ولایتونو څخه ۴۴ زره او ۲۲۵ ټنه انګور بهر ته صادر شوي وو، چې ارزښت یې شاوخوا ۱۳.۸ میلیونه ډالره و. له دې ډلې نږدې ۴۳ زره ټنه یوازې پاکستان ته تللي وو. خو د ۲۰۲۶م کال تر اوسه یوازې ۲۵۶ ټنه انګور، د نږدې ۱۰۰ زره ډالرو په ارزښت، صادر شوي دي.
د صادراتو د بندېدو له امله په کورنیو بازارونو کې د انګورو عرضه زیاته شوې او بیې یې سختې راټیټې شوې دي. ګڼ کروندګر اړ شوي دي چې تازه انګور وچ او په ممیزو یې بدل کړي، خو د ممیزو بیې هم د پخوا په پرتله ډېرې ټیټې شوې دي.
په ژړۍ ولسوالۍ کې یو باغ لرونکي، سخي جان، ویلي دي چې پخوا به اووه کیلو ممیز په شاوخوا زر تر ۱۲۰۰ افغانیو پلورل کېدل، خو اوس یې بیه ۴۰۰ تر ۴۵۰ افغانیو پورې راټیټه شوې ده. هغه ویلي دي، چې د لارې پرانیستل او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ عادي کېدل د دوي د ژوند لپاره ضروري دي.
د لارو بندېدل یوازې سوداګر او د باغونو خاوندان نه، بلکې موسمي مزدوران هم سخت اغېزمن کړي دي. قدرت الله پوپل، چې د انګورو په یو باغ کې کار کوي، وايي تېر کال په همدې باغ کې شاوخوا ۱۵۰۰ مزدورانو کار کاوه، خو سږکال دغه شمېر شاوخوا ۱۵ کسانو ته راټیټ شوی دی.
سوداګر حاجي عبدالحي ویلي دي، چې د خپل ژوند په تېرو پنځوسو کلونو کې یې داسې حالت نه و لیدلی چې لارې دې دومره اوږده موده تړلې پاتې شي. د هغه په وینا، پخوا به یوه لاره د څو ورځو لپاره تړل کېده او بله به خلاصه وه، خو اوس اوږده بندښت سوداګر له لویو ستونزو سره مخ کړي دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تورخم، چمن ـ سپین بولدک، غلام خان، خرلاڅي او انګور اډه مهمې سوداګریزې لارې دي. د روانو سیاسي او امنیتي اختلافونو له امله د دغو لارو اوږده بندښت د دواړو غاړو سوداګرو ته درانه زیانونه اړولي دي.
پاکستان په تېرو میاشتو کې افغانستان تورن کړی دی چې پاکستاني وسله والو ته پناه ورکوي، خو د افغانستان واکمنو دغه تورونه رد کړي دي. همدغه امنیتي اختلافونه او سرحدي نښتې د سوداګریزو لارو د بندېدو له مهمو عواملو ګڼل کېږي.
اوس د کندهار کروندګر، سوداګر او مزدوران وايي، چې سیاسي او امنیتي اختلافونه باید له سوداګرۍ جلا وساتل شي. د دوي په خبره، که لارې زر پرانیستل نه شي، د انګورو او نورو تازه مېوو د روان فصل زیان به یوازې د سږکال تر حاصلاتو محدود نه وي، بلکې د باغ لرونکو، سوداګرو او زرګونو مزدورو کورنیو پر راتلونکو عایدونو به هم اغېز وکړي.


شال نیوز