پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي ویلي چې د صوبې اعلا وزیر سهیل افریدی دا مهال په خوندي لاسونو کي دی، خو د هغه د راتلونکي په اړه څوک څه نه شي ویلی.
نوموړي د جمعې په ورځ، د اکتوبر په ۲۳مه، په پېښور کي د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې حکومت د خپلو امنیتي ځواکونو تر شا ولاړ دی او د وسله والو خلاف به کارروایۍ روانې ساتي.
کونډي وویل چې تېره ورځ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د قومي اېپکس کمېټۍ په غونډه کي د خېبر پښتونخوا پر امنیتي حالاتو او پرمختیايي منصوبو خبرې شوې دي. د هغه په وینا، وزیراعظم په غونډه کي څرګنده کړې چې د وسله والو پر وړاندې به د هېڅ ډول نرمۍ نه کار اخیستل کېږي.
ګورنر وویل چې په خېبر پښتونخوا کي د ناامنۍ ختمول د حکومت لومړیتوب دی او د امنیتي ځواکونو قربانۍ به بې نتیجې نه پرېښودل کېږي. هغه وویل چې له افغانستان څخه د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال پاتې شوې وسلې د وسله والو لاسونو ته ورغلې دي.
کونډي دا هم وویل چې وسله وال داسې پرمختللې وسلې لري چې د پاکستان له ځینو امنیتي ځواکونو سره هم نشته. خو د دې خبرې د تصدیق لپاره یې کوم شواهد وړاندې نه کړل.
د خېبر پښتونخوا ګورنر وویل چې حکومت به د پرمختیايي منصوبو له بودیجې څخه یوه برخه د پولیسو د وسلو او نورو ضروري سامانونو برابرولو ته ځانګړې کړي. د هغه په وینا، د وفاقي کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم ډاډ ورکړی چې پولیسو ته به د اړتیا وړ وسلې او مالي مرستې برابرې کړي.
کونډي وویل چې خېبر پښتونخوا ته په تېرو کلونو کي د وسله والو خلاف د مبارزې لپاره ۸۰۰ اربه روپۍ ورکړل شوې وې، خو د هغه په خبره، دغه پیسې په سمه توګه نه دي لګول شوې. نوموړي د دې رقم د لګښتونو تفصیل وړاندې نه کړ.
ګورنر پر پخواني صوبايي حکومت هم نیوکې وکړې او ویې ویل چې حکومت د وسله والو او افغانستان په اړه له څرګند دریځ خپلولو ډډه کوله. هغه وویل چې له هغو کسانو سره باید مذاکرات ونه شي او نه ورته رعایت ورکړل شي چې د پاکستان آئین نه مني او د هېواد خلاف وسله والې کارروایۍ کوي.
فیصل کریم کونډي د خېبر پښتونخوا د معدني زېرمو په اړه وویل چې صوبه پراخې معدني سرچینې لري، خو د راویستلو لپاره یې کافي وسایل او اسانتیاوې نشته. د هغه په وینا، حکومت به د معدنیاتو د لټون او راویستلو په منصوبو کي پاکستاني کمپنیو ته لومړیتوب ورکوي.
د ګورنر د دغو څرګندونو په اړه د وزیراعلی سهیل افریدي او تحریک انصاف تازه غبرګون لا نه دی ترلاسه شوی. د سهیل افریدي د خوندي ساتلو د ځای، قانوني حیثیت او د هغه د راتلونکي په اړه هم نور رسمي تفصیلات نه دي ورکړل شوي.


شال نیوز