پېښور (شال نیوز) : د پېښور پولیسو د نهمې مې د تاوتریخوالي او پر راډیو پاکستان د برید په قضیه کې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل اپرېدي او څلورو نورو کسانو پر ضد چالان عدالت ته وړاندې کړی دی.
د پولیسو د پلټنو له مخې، د عدلي طب او نادرا د راپورونو تر ترلاسه کېدو وروسته چالان عدالت ته سپارل شوی دی.

په چالان کې د سهیل اپرېدي ترڅنګ د خیبر پښتونخوا پخوانی صوبایي وزیر تیمور سلیم جھګړه، کامران بنګش، عرفان سلیم او عامر چمکني هم نومول شوي دي.
د راپورونو له مخې، د قاضي د رخصتۍ له امله د قضیې اورېدنه د اکتوبر تر ۲۸مې نېټې ځنډول شوې ده. دا قضیه د ۲۰۲۳ کال د مې پر نهمه په پېښور کې د تاوتریخوالي او پر راډیو پاکستان د برید له پېښو سره تړاو لري.


سلمان یوسفزی