پېښور (شال نیوز) : د پاکستان تحریک انصاف د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړو د صوبايي حکومت د بحالۍ او د نیول شوو مشرانو د خوشې کولو لپاره له وفاقي حکومت سره د مذاکراتو ملاتړ کړی دی.

 

د چهارشنبې ورځې د پارلماني ډلې د انلاین غونډې څو ګډونوالو، چې نه یې غوښتل نومونه یې څرګند شي، شال نیوز ته ویلي چې په غونډه کي د ګورنر راج او ایمرجنسي له لګېدو وروسته پر سیاسي وضعیت او د صوبايي حکومت د بحالۍ پر لارو چارو خبرې شوې دي.

 

د هغوی په وینا، د اسمبلۍ یو شمېر غړو شکایت کړی چې د صوبايي حکومت له معطلېدو وروسته د ګوند مرکزي مشرتابه د راتلونکي سیاسي پلان په اړه ورسره مشوره نه ده کړې.

 

دغو ګډونوالو ویلي چې د اسمبلۍ غړو غوښتنه کړې، که له وفاقي حکومت سره مذاکرات پیل کېږي، نو د صوبايي اسمبلۍ استازي دې هم پکی شامل وي.

 

خیبر پښتونخوا په ټوله صوبه کې ایمرجنسي نافذه شوه؛ ډاکټر محمد فخر عالم عرفان نوی چیف سیکرټري ټاکل شوی
خیبر پښتونخوا په ټوله صوبه کې ایمرجنسي نافذه شوه؛ ډاکټر محمد فخر عالم عرفان نوی چیف سیکرټري ټاکل شوی

 

په غونډه کي د اعلا وزیر سهیل افریدي، د اسمبلۍ د سپیکر بابر سلیم سواتي، د کابینې د غړو او نورو نیول شوو استازو د خوشې کولو غوښتنه هم شوې ده.

 

د غونډې د ګډونوالو په وینا، دا وړاندیز هم شوی چې د مذاکراتو لپاره دې د پارلماني ډلې یوه کمېټه جوړه شي. خو تر اوسه د دغې کمېټې د جوړېدو یا د مذاکراتو د پیل رسمي اعلان نه دی شوی.

 

دا پرمختګ په داسې وخت کي شوی چې د تحریک انصاف او وفاقي حکومت ترمنځ د خېبر پښتونخوا د امنیتي وضعیت او ګورنر راج پر سر اختلافونه روان دي.

 

وفاقي حکومت د اکتوبر په ۱۱مه په خېبر پښتونخوا کي ایمرجنسي او ګورنر راج ولګاوه. حکومت وايي چې دا پرېکړه یې د وسله والو د بریدونو د زیاتېدو او د صوبايي حکومت د نه همکارۍ له امله کړې ده.

 

خو تحریک انصاف دغه تورونه ردوي او وايي چې منتخب صوبايي حکومت د آئین خلاف له خپلو واکونو بې برخې کړل شوی دی. د اکتوبر په ۱۵مه د پارلمان ګډې غونډې د وفاقي حکومت د پرېکړې ملاتړ وکړ.

 

وفاقي حکومت ویلي چې د امنیتي ستونزو د هواري لپاره خبرو ته تیار دی، خو د صوبايي حکومت د بحالۍ لپاره یې د مذاکراتو کومه نوې نېټه نه ده اعلان کړې. د تحریک انصاف مشر بېرسټر ګوهر علي خان په پېښور هایکورټ کي د ایمرجنسي او ګورنر راج خلاف درخواست کړی دی.

 

پېښور هایکورټ د ګورنر راج په ضد درخواستونو کې له وفاقي حکومت څخه ځواب غوښتی
پېښور هایکورټ د ګورنر راج په ضد درخواستونو کې له وفاقي حکومت څخه ځواب غوښتی
سهېل اپریدي او د هغه د کابینې ځینې غړي په حفاظتي حراست کې دي؛ پولیسو د تحریک انصاف د اتو مشرانو نیول تایید کړل
سهېل اپریدي او د هغه د کابینې ځینې غړي په حفاظتي حراست کې دي؛ پولیسو د تحریک انصاف د اتو مشرانو نیول تایید کړل

 

د اکتوبر په ۲۰مه پېښور هایکورټ د دغو درخواستونو د اورېدنې پر مهال اړوندو لورو ته نوټسونه ورکړل او راتلونکې اورېدنه یې د نومبر لسمې ته وځنډوله.

 

د پاکستان د آئین د ۲۳۲مې او ۲۳۴مې مادو له مخې د ایمرجنسي او ګورنر راج لپاره جلا شرطونه ټاکل شوي دي. د صوبايي حکومت د واکونو بحالي د اړوندو آئيني اقداماتو له ختمېدو یا د عدالت له پرېکړې سره تړلې ده.

 

د تحریک انصاف د پارلماني ډلې د مذاکراتو ملاتړ په داسې حال کي څرګند شوی چې د ګوند مرکزي مشرتابه لا د دې غونډې په اړه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې.

 

تر اوسه نه د وفاقي حکومت او تحریک انصاف ترمنځ د نویو مذاکراتو نېټه ټاکل شوې او نه هم د صوبايي حکومت د بحالۍ پرېکړه شوې ده.