پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا بار کونسل د ګورنر راج او ایمرجنسي پر ضد د قانوني او آئيني اقداماتو اعلان کړی او ویلي یې دي چې د اکتوبر په ۱۹مه به په ټوله صوبه کي وکیلان هړتال کوي.
د بار کونسل د اکتوبر په ۱۷مه په جاري شوې اعلامیه کي ویل شوي چې دا پرېکړې د کونسل د جنرل باډۍ په غونډه کي شوې دي. د غونډې مشري وائس چیئرمېن اسفندیار خان ایډوکېټ کوله.
بار کونسل پرېکړه کړې چې د ګورنر راج او ایمرجنسي د نافذېدو پر ضد به په پېښور هایکورټ، ضلعي عدالتونو او تحصیل عدالتونو کي قانوني اقدامات کوي.
د دې لپاره یوه ځانګړې کمیټي هم جوړه شوې چې د اکتوبر تر ۲۰مې به خپله قانوني مسوده تیاره کړي او په عدالت کي به د درخواست جمع کولو لپاره اقدامات وکړي.
په غونډه کي له چیف جسټس آف پاکستان او د سپریم کورټ له مشرانو غوښتنه شوې چې د صوبې د حالاتو په اړه دې فوري پام وکړي.
بار کونسل له حکومتي ادارو هم غوښتي چې د امنیتي اقداماتو پر مهال دې د عامو خلکو کورونو، دوکانونو او نورو جایدادونو ته زیان نه رسوي او له غیرقانوني چاپو او نیونو دې ډډه وکړي.
د اعلامیې له مخې، د اکتوبر په ۱۹مه به په ټوله خېبر پښتونخوا کي وکیلان له عدالتي کارونو بائیکاټ کوي. د صوبې ټولو بار ایسوسي اېشنونو ته د دې پرېکړې د عملي کولو لارښوونه شوې ده.


شال نیوز