پېښور (شال نیوز) : د پاکستان د آئین د تحفظ تحریک په خېبر پښتونخوا کي د ګورنر راج او ایمرجنسۍ د نافذولو خلاف پېښور هایکورټ ته درخواست جمع کړی دی.

 

د تحریک له خوا په جمع شوي درخواست کي د ګورنر راج او ایمرجنسۍ د آئیني او قانوني حیثیت په اړه پوښتنې راپورته شوې دي.

 

تحریک انصاف په خېبر پښتونخوا کې ایمرجنسي او ګورنر راج عدالت کې چیلنجوي
تحریک انصاف په خېبر پښتونخوا کې ایمرجنسي او ګورنر راج عدالت کې چیلنجوي

 

دا درخواست په داسې وخت کي جمع شوی چې په خېبر پښتونخوا کي د امنیتي حالاتو او د صوبايي حکومت د واکونو په اړه سیاسي اختلافونه زیات شوي دي. تر اوسه دا نه ده څرګنده چې پېښور هایکورټ به د درخواست اورېدنه کله کوي.