اسلام‌ اباد (شال نیوز) : د پاکستان تحریک انصاف ګوند اعلان کړی چې په خېبر پښتونخوا کي د ایمرجنسۍ او ګورنر راج د نافذېدو پرېکړه به په عدالت کي چیلنج کړي.

 

د تحریک انصاف مرکزي جنرل سیکرټري سلمان اکرم راجه ویلي چې د حکومتي پرېکړې پر ضد عدالت ته تلل د دوی قانوني حق دی او ګوند به په ۲۴ ساعتونو کي عدالت ته درخواست وړاندې کړي.

 

نوموړي ویلي چې په خېبر پښتونخوا کي د تحریک انصاف سلګونه کارکنان نیول شوي دي. خو د نیول شوو کسانو کره شمېر او د هغوی پر ضد د درج شوو مقدمو تفصیل یې نه دی ورکړی.

 

د پاکستان وفاقي حکومت د اکتوبر پر ۱۱مه په خېبر پښتونخوا کي ایمرجنسي او ګورنر راج نافذ کړل او د صوبې منتخب حکومت یې وځنډاوه.

 

وفاقي حکومت وايي، دا پرېکړه یې د امنیتي حالاتو د خرابېدو، د وسله والو بریدونو د زیاتېدو او د صوبايي حکومت د انتظامي ناکامۍ له امله کړې ده.

 

خیبر پښتونخوا په ټوله صوبه کې ایمرجنسي نافذه شوه؛ ډاکټر محمد فخر عالم عرفان نوی چیف سیکرټري ټاکل شوی
خیبر پښتونخوا په ټوله صوبه کې ایمرجنسي نافذه شوه؛ ډاکټر محمد فخر عالم عرفان نوی چیف سیکرټري ټاکل شوی
سهېل اپریدي او د هغه د کابینې ځینې غړي په حفاظتي حراست کې دي؛ پولیسو د تحریک انصاف د اتو مشرانو نیول تایید کړل
سهېل اپریدي او د هغه د کابینې ځینې غړي په حفاظتي حراست کې دي؛ پولیسو د تحریک انصاف د اتو مشرانو نیول تایید کړل

 

د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د اکتوبر پر ۱۲مه په پېښور کي یوې خبري غونډې ته وویل چې د نوي انتظام لومړیتوب به د امن ټینګول، د پولیسو پیاوړي کول او د پرمختیايي کارونو چټکول وي. خو تحریک انصاف د وفاقي حکومت پرېکړه رد کړې او د هغې پر ضد یې د قانوني مبارزې اعلان کړی دی.

 

بلخوا، د اکتوبر پر ۱۲مه وکیل سلمان خان د پېښور هایکورټ ته د ایمرجنسۍ او ګورنر راج پر ضد یو درخواست وړاندې کړی دی. په درخواست کي له عدالته غوښتل شوي چې د وفاقي حکومت پرېکړه غیرقانوني وګرځوي.

 

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې تحریک انصاف به خپل جلا درخواست په پېښور هایکورټ، اسلام‌اباد هایکورټ او که د پاکستان په سپریم کورټ کي وړاندې کوي. د تحریک انصاف د مرکزي جنرل سیکرټري له اعلان وروسته د ګوند د رسمي درخواست د جمع کېدو تصدیق لا نه دی شوی.