اسلام‌ اباد (شال نیوز) : د پاکستان د اساسي قانون د ساتنې غورځنګ اعلان کړی چې له وفاقي حکومت سره به تر هغه خبرې نه کوي، څو له پخواني وزیراعظم عمران خان سره د ملاقات اجازه نه وي ورکړل شوې او د هغه د صحت په اړه معلومات نه وي ترلاسه شوي. دا پرېکړه د غورځنګ د مشر او په قومي اسمبلۍ کي د اپوزېشن د مشر محمود خان اڅکزي په مشرۍ په یوه مشورتي غونډه کي شوې ده.

 

د غورځنګ د اعلامیې له مخې، په غونډه کي د سنا د اپوزېشن مشر علامه راجه ناصر عباس، د بلوچستان نېشنل ګوند مشر سردار اختر مېنګل، د تحریک انصاف مشر بېرسټر ګوهر علي خان، سلمان اکرم راجه، سناتور مشتاق احمد خان، مصطفیٰ نواز خوکر، محمد زبیر، ساجد ترین، عمار علي جان، سید زین شاه او د نورو سیاسي ګوندونو استازو ګډون کړی و.

 

په غونډه کي د خېبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي وضعیت خبرې شوې دي. ګډونوالو په صوبه کي د ګورنر راج او ایمرجنسۍ د نافذېدو مخالفت کړی او دا یې د اساسي قانون او د ولس د رایو خلاف ګام بللی دی. غورځنګ غوښتنه کړې چې دا پرېکړه دې سمدستي بېرته واخیستل شي. په اعلامیه کي ویل شوي چې اپوزېشن به د دې اقدام پر ضد پېښور هایکورټ ته هم مراجعه کوي.

 

د غونډې ګډونوالو د خېبر پښتونخوا د وزیراعلی سهیل افریدي، د صوبايي اسمبلۍ د سپیکر بابر سلیم سواتي، د تحریک انصاف د صوبايي مشر جنید اکبر او نورو نیول شویو سیاسي مشرانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده. غورځنګ د عمران خان د خویندو د خوشې کولو، له عمران خان سره د هغه د کورنۍ او وکیلانو د ملاقات او هغه ته د خپلو ډاکټرانو د رسېدو غوښتنه هم کړې ده.

 

په اعلامیه کي راغلي چې له حکومت سره د خبرو اترو واک به یوازې له محمود خان اڅکزي سره وي. غورځنګ د هر ډول وسله والو بریدونو، فرقه‌وارانه تشدد او د دولتي ادارو له خوا پر سیاسي ګوندونو د فشار غندنه کړې ده. ګډونوالو د نېشنل ایکشن پلان د بشپړ عملي کولو ملاتړ کړی او غوښتنه یې کړې چې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ له خوا د سولې جرګې په اړه منظور شوی قرارداد دې عملي شي.

 

د بلوچستان په اړه اپوزېشن ویلي چې هلته د خراب امنیتي وضعیت یو لامل د وفاقي حکومت ناکامې پالیسۍ او داسې صوبايي حکومت دی چې د دوی په وینا، د ولس د حقیقي رایو استازیتوب نه کوي. غورځنګ غوښتنه کړې چې د بلوچستان ستونزې دې د زور پر ځای د خبرو اترو له لارې حل شي.

 

په اعلامیه کي د ایمان مزاري، د هغې د مېړه هادي چټها، ډاکټرې ماه رنګ بلوڅې او د بلوڅ یکجهتي کمېټۍ د غړو په ګډون د ټولو سیاسي بندیانو د خوشې کولو غوښتنه هم شوې ده. غونډې پرېکړه کړې چې په پاکستان کي د بشري حقونو د سرغړونو، پر رسنیو د بندیزونو او د عدلیې د خپلواکۍ په اړه به ملګرو ملتونو او نړیوالو بشري حقونو ادارو سره رابطې کوي.

 

خیبر پښتونخوا په ټوله صوبه کې ایمرجنسي نافذه شوه؛ ډاکټر محمد فخر عالم عرفان نوی چیف سیکرټري ټاکل شوی
خیبر پښتونخوا په ټوله صوبه کې ایمرجنسي نافذه شوه؛ ډاکټر محمد فخر عالم عرفان نوی چیف سیکرټري ټاکل شوی
تحریک انصاف په خېبر پښتونخوا کې ایمرجنسي او ګورنر راج عدالت کې چیلنجوي
تحریک انصاف په خېبر پښتونخوا کې ایمرجنسي او ګورنر راج عدالت کې چیلنجوي
وفاقي حکومت: ایمرجنسي په ټوله خېبر پښتونخوا کې نافذه ده، ۱۲ ضلعې به جلا انتظامي نظام لري
وفاقي حکومت: ایمرجنسي په ټوله خېبر پښتونخوا کې نافذه ده، ۱۲ ضلعې به جلا انتظامي نظام لري

 

ګډونوالو د ازاد کشمیر پر وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړې ده. دوی ویلي چې هلته خلک له انټرنېټ او بنیادي سهولتونو محروم ساتل شوي دي. د دغو څرګندونو خپلواک تصدیق نه دی شوی. غورځنګ په هېواد کي د ګرانۍ، بې‌روزګارۍ او د ولس د مالیاتو له پیسو د حکومتي چارواکو لپاره د قیمتي الوتکو د اخیستو په اړه هم پر حکومت نیوکې کړې دي.

 

وفاقي حکومت د خېبر پښتونخوا د امنیتي حالاتو او وسله والو بریدونو له امله د سختو اقداماتو دفاع کړې ده، خو اپوزېشن وايي چې سیاسي مسئلې باید د اساسي قانون او خبرو اترو له لارې حل شي. د غورځنګ د دغې تازه اعلامیې په اړه د وفاقي حکومت ځانګړی غبرګون لا نه دی ترلاسه شوی.