اسلام‌ اباد (شال نیوز) : رویټرز د یوې پاکستانۍ چارواکي سرچینې له قوله وايي، پاکستان په سعودي عرب کي له ۳۰ زرو تر ۴۰ زرو پورې پوځیان ځای پر ځای کړي چې د دغه هېواد د ځمکنیو پولو په دفاع او د ډرونونو او توغندیو په مخنیوي کي مرسته وکړي.

 

د سرچینې په وینا، دغه پوځیان له تېر کال راهیسې په څو پړاوونو کي سعودي عرب ته رسېدلي او د سیمې له وروستي پوځي کړکېچ وروسته هم نور پاکستاني ځواکونه هلته ځای پر ځای شوي دي. سرچینې رویټرز ته ویلي چې اسلام‌اباد تر اوسه یمن ته د جګړې لپاره د پاکستاني پوځیانو د استولو پرېکړه نه ده کړې.

 

رویټرز وايي، پاکستان له سعودي عرب سره د پوځي وسایلو او سلاکارانو له لارې هم مرسته کړې ده. د یوې پاکستانۍ حکومتي سرچینې په وینا، پاکستان تېره میاشت څلور باروړونکې الوتکې عدن ته استولې چې د هوايي دفاع وسایل، سپکه توپخانه، ډرونونه او د ډرونونو ضد وسایل پکي وو.

 

د دوو پاکستانیو چارواکو، یوه خلیجي چارواکي او یوه لوېدیځ ډیپلوماټ له قوله، پاکستاني پوځي سلاکاران هم له سعودي چارواکو سره د سعودي په ملاتړ د یمني ځواکونو د مرستې لپاره کار کوي.

 

پاکستان پوځ : د سعودي د دفاع لپاره به «تر هره حده» ځو
پاکستان پوځ : د سعودي د دفاع لپاره به «تر هره حده» ځو
د مکې دفاعي تړون : پاکستان، سعودي او ترکیې د استخباراتي معلوماتو او پوځي همغږۍ پر زیاتولو خبرې کړې
د مکې دفاعي تړون : پاکستان، سعودي او ترکیې د استخباراتي معلوماتو او پوځي همغږۍ پر زیاتولو خبرې کړې
یمن : انصارالله پاکستان او ترکیې ته خبرداری ورکړ؛ «په جګړه کې مداخله به سخت ځواب ولري»
یمن : انصارالله پاکستان او ترکیې ته خبرداری ورکړ؛ «په جګړه کې مداخله به سخت ځواب ولري»

 

رویټرز وايي، سعودي عرب د حوثي وسله والو پر ضد په یمن کي د نویو پوځي عملیاتو پر پلان کار کوي. د راپور له مخې، د عملیاتو یوه مهمه موخه د باب‌المندب تنګي او د سره سمندرګي پر ساحلي سیمو د حوثیانو د وروستیو پرمختګونو شاته تمبول دي.

 

د راپور له مخې، سعودي عرب په ځانګړي ډول د خپلو تېلو د تاسیساتو او نورو مهمو ځایونو د ډرونونو او توغندیو له بریدونو د ساتنې لپاره له خپلو متحدینو مرسته غوښتې ده.

 

د پاکستان دفاع وزارت د رویټرز پوښتنو ته تر دې راپور پورې ځواب نه و ورکړی.