قلعه عبدالله (شال نیوز) : د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر او سېنېټر ایمل ولي خان د بلوچستان په قلعه عبدالله ضلعه کې د باچا خان ډي اېچ کېو روغتون په رسمي توګه پرانیست. نوی جوړ شوی روغتون د قلعه عبدالله ضلعې په ځنګل پیرعلیزۍ سیمه کې موقعیت لري.
د پرانیستې په مراسمو کې د روغتیا څانګې چارواکو سېنېټر ایمل ولي خان ته د روغتون د لومړنیو روغتیايي اسانتیاوو، طبي خدمتونو او اداري چارو په اړه معلومات ورکړل. نوموړي د روغتون د بېلابېلو برخو د لیدنې پر مهال د دې پروژې بشپړېدل د سیمې د خلکو لپاره د روغتیا په برخه کې مهم پرمختګ وباله.
ایمل ولي خان د روغتون په جوړولو کې د عوامي نېشنل ګوند د پارلماني مشر انجینر زمرک خان اڅکزي هڅې وستایلې او هغه ته یې د دې پروژې د بشپړېدو مبارکي ورکړه. نوموړي وویل، روغتیا او زده کړې د خلکو بنسټیز حقونه دي او د خلکو تر کورونو پورې د لومړنیو اسانتیاوو رسول د عوامي نېشنل ګوند د مبارزې اساسي موخه ده.
هغه هیله څرګنده کړه چې د روغتون په بشپړ فعالیت سره به د ځنګل پیرعلیزۍ، مېزۍ اډې او د قلعه عبدالله د نورو لرې پرتو سیمو اوسېدونکي د درملنې غوره اسانتیاوو ته لاسرسی ومومي. د پرانیستې په مراسمو کې د انجینر زمرک خان اڅکزي ترڅنګ د ګوند مرکزي مشر مرستیال داوود خان اڅکزی، د بېلابېلو دولتي ادارو چارواکو، د ګوند غړو او نورو شخصیتونو هم ګډون کړی و.


نعيم اچکزئي