صنعا : د یمن د انصارالله یو لوړپوړي چارواکي پاکستان او ترکیې ته خبرداری ورکړی دی چې د سعودي عربستان په ملاتړ دې د یمن په جګړه کې پوځي مداخله نه کوي.

 

د انصارالله د سیاسي دفتر غړي ،محمد البخیتي، د سپتمبر په ۱۹مه، عراقي اې‌ نیوز ټلویزیون ته ویلي، که پاکستان یا ترکیه په مستقیم ډول د یمن پر ضد پوځي اقدام وکړي، د دوي ځواکونه به «سخت او دردناک ځواب» ورکړي. البخیتي ویلي: «که ترکیه او پاکستان ښکېل شي، په قوي مټ به یې ځواب ووایو.»

 

هغه ویلي، د دوي خبرداری د پاکستان او ترکیې خلکو ته نه، بلکې د دواړو هېوادونو حکومتونو ته دی، که د سعودي عربستان په ملاتړ پوځي اقدام وکړي.

 

پاکستان وايي له سعودي سره دفاعي تړون عملي دی؛ پاکستاني ځواکونه هلته ځای پر ځای شوي
پاکستان وايي له سعودي سره دفاعي تړون عملي دی؛ پاکستاني ځواکونه هلته ځای پر ځای شوي
خواجه اصف : د مکې دفاعي تړون د عملي کېدو حالت رامنځته شوی
خواجه اصف : د مکې دفاعي تړون د عملي کېدو حالت رامنځته شوی

 

دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې دي چې د یمن د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ جګړه زیاته شوې او د سعودي عربستان له دفاعي شریکانو سره د احتمالي پوځي همکارۍ په اړه بحث روان دی.

 

تر اوسه داسې باوري معلومات نشته چې پاکستان یا ترکیې د یمن په جګړه کې د مستقیمې پوځي مداخلې پرېکړه کړې وي.