اسلام‌ اباد : د پاکستان خارجه وزارت ،د سپتمبر په ۱۷مه، ویلي دي، چې له سعودي عرب سره ستراتیژیک دفاعي تړون عملي شوی او د همدې تړون له مخې پاکستاني ځواکونه په سعودي عرب کې ځای پر ځای شوي دي.

 

د خارجه وزارت ویاند ،سجاد حیدر خان، د ځواکونو د شمېر، ځای او د هغوي د دندې په اړه جزیات نه دي ورکړي. هغه ویلي، دا پوځي معلومات دي او په عامه توګه نه شي شریکېدی.

 

پاکستاني ځواکونه اوس تازه سعودي عرب ته نه دي لېږل شوي. د مې په میاشت کې رویټرز راپور ورکړی و چې پاکستان په سعودي عرب کې خپل پوځي شتون زیات کړی او شاوخوا اته زره سرتېري، د جنګي الوتکو یوه ډله، د ډرون الوتکو دوه ډلې او د هوايي دفاع وسایل یې هلته ځای پر ځای کړي دي.

 

خو خارجه وزارت په خپل تازه بیان کې دا نه دي ویلي چې د حوثیانو د وروستیو بریدونو له زیاتېدو وروسته سعودي عرب ته نور پاکستاني سرتېري یا پوځي وسایل لېږل شوي که نه.

 

پاکستان پوځ : د سعودي د دفاع لپاره به «تر هره حده» ځو
پاکستان پوځ : د سعودي د دفاع لپاره به «تر هره حده» ځو
خواجه اصف : د مکې دفاعي تړون د عملي کېدو حالت رامنځته شوی
خواجه اصف : د مکې دفاعي تړون د عملي کېدو حالت رامنځته شوی

 

اسلام‌ اباد په عین وخت کې ویلي چې د حوثیانو مسئله باید د زور پر ځای د خبرو او سفارتي هڅو له لارې حل شي. خارجه وزارت د باب‌ المندب اوسنی امنیتي حالت «بېخي جدي» بللی او له حوثیانو یې غوښتي چې پوځي بریدونه ودروي.

 

تر دې مخکې د پاکستان د پوځ ویاند لیفټننټ جنرل احمد شریف چوهدري ویلي وو چې پاکستان به د سعودي عرب د دفاع لپاره «تر هره حده» ولاړ وي.

 

پاکستان او سعودي عرب له څو لسیزو راهیسې پوځي اړیکې لري او پاکستاني سرتېري تر دې وړاندې هم په سعودي عرب کې پاتې شوي دي. خو تازه پرمختګ دا دی چې اسلام‌ اباد اوس په ښکاره د ستراتیژیک دفاعي تړون د عملي کېدو او د هغه له مخې د پاکستاني ځواکونو د ځای پر ځای کېدو پخلی کړی دی.