ریاض (شال نیوز) : د پاکستان، سعودي عرب او ترکیې پوځي مشرانو ،د سپتمبر په ۲۵مه، په ریاض کې د استخباراتي معلوماتو د شریکولو، پوځي همغږۍ او د خپلو دفاعي وړتیاوو د ګډ کار پر زیاتولو خبرې کړې دي. دا غونډه د سعودي عرب پر بېلابېلو ځایونو د حوثیانو له وروستیو بریدونو وروسته شوې ده.
د غونډې وروسته په خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي چې درېیو پوځي مشرانو د سعودي عرب پر وړاندې امنیتي خطرونه ارزولي او د خپلو پوځونو ترمنځ یې د همکارۍ د لا پراخولو پر لارو خبرې کړې دي.
په غونډه کې د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشر فیلډ مارشل عاصم منیر، د سعودي عرب د پوځ لوي درستیز جنرال فیاض بن حامد الرویلي او د ترکیې د پوځ لوي درستیز جنرال سلجوق بایراقدار اوغلو ګډون کړی و. دوي پر مکې او د سعودي عرب پر ملکي او اقتصادي ځایونو د حوثیانو بریدونه هم غندلي دي.
دا غونډه د مکې د ګډ دفاعي تړون تر سیوري لاندې شوې ده. درې واړه هېوادونه غواړي د دغه تړون له مخې خپلې دفاعي اړیکې او پوځي همغږي زیاته کړي. خو تر دې دمه پاکستان یا ترکیې د حوثیانو پر ضد جګړه کې د مستقیم پوځي ګډون یا سعودي عرب ته د جنګي ځواکونو د استولو اعلان نه دی کړی.


شال نیوز