اسلام اباد (شال نیوز) : پاکستان وايي، له افغانستان سره د وروستیو پوځي نښتو او سختو لفظي اختلافاتو باوجود د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو لارې نه دي تړل شوې او اسلاماباد او کابل لا هم د بېلابېلو لارو په تماس کي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان د پنجشنبې، د اکتوبر پر لومړۍ، په اسلاماباد کي خبریالانو ته وویل: «دواړه خواوې د بېلابېلو لارو په تماس کي دي.» هغه د دغو تماسونو د کچې، ځای او ګډونوالو په اړه نور جزییات ور نه کړل.
دا څرګندونې په داسې وخت کي شوې چې په وروستیو اوونیو کي د پاکستان او افغانستان اړیکې سختې خرابې شوې، پر پوله نښتې شوې او پاکستان په افغانستان کي پوځي بریدونه کړي دي.
خو د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې ښيي چې د سختو اختلافاتو باوجود د اسلاماباد او کابل ترمنځ ډیپلوماتیک تماس په بشپړ ډول نه دی درېدلی.
کله چې له ویاند څخه وپوښتل شول چې پاکستان له افغانستان سره د پوځي فشار پر لاره روان دی او که لا هم د ډیپلوماسۍ امکان شته، هغه وویل پاکستان له افغانستان سره «دوستانه او همکارې اړیکې» غواړي.
هغه وویل، د پاکستان مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په تېرو دوو کلونو کي درې ځله افغانستان ته تللی او اسلاماباد د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو، د محصولاتو د کمولو او افغان زده کوونکو ته د بورسونو په ګډون یو شمېر وړاندیزونه کړي دي.
خو پاکستان بیا خپله پخوانۍ خبره تکرار کړه چې د افغانستان له خاورې پاکستان ته د وسله والو تګ او فعالیت باید په بشپړ ډول ودرول شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ادعا وکړه چې په افغانستان کي ګڼې وسله والې ډلې موجودې دي او له هغه ځایه په پاکستان کي بریدونه کوي. طالبانو تر دې مخکې د پاکستان دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي.
پاکستان وايي، له افغانستان سره د اړیکو عادي کول غواړي، خو د دې لپاره اعتماد، متقابل درناوی او د یو بل د حاکمیت احترام ضروري بولي. ویاند وویل، له کابل سره د خبرو لپاره د پاکستان چمتووالی باید «کمزوري» ونه ګڼل شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په همدې خبري غونډه کي د نورستان په اړه د طالبانو هغه ادعا هم رد کړه چې ګنې یو شمېر وسله وال د چترال له لارې افغانستان ته اوښتي وو.
اسلاماباد وايي، له کابل سره د اړیکو دروازه لا خلاصه ده، خو د امنیت مسئله یې د راتلونکو اړیکو اساسي شرط ګرځولی دی.
د پاکستان دا څرګندونې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ تر راتلونکې غونډې مخکې شوې دي، چې ټاکل شوې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم پکې ګډون وکړي.


شال نیوز