راولپنډۍ / کابل (شال نیوز) : د پاکستان د پوځ ویاند لیفټننټ جنرل احمد شریف چوهدري ویلي، اسلام‌اباد له افغانستان او افغان ولس سره ستونزه نه لري، بلکې اختلاف یې د طالبانو له حکومت سره دی.

 

احمد شریف چوهدري د پنجشنبې، د اکتوبر لومړۍ نېټې په خبري غونډه کي وویل، د پاکستان په نظر د طالبانو حکومت انتخابي او ټولشموله نه دی او د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب نه کوي.

 

هغه وویل، پاکستان د افغان ولس پر ضد نه دی او له افغانانو سره د اړیکو غوښتونکی دی، خو د طالبانو پر حکومت یې تور پورې کړ چې هغو وسله‌والو ډلو ته یې په افغانستان کي ځای ورکړی چې په پاکستان کي بریدونه کوي.

 

د پوځ ویاند په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، او د بلوچستان ازادي غوښتونکي پوځ، بي اېل اې، یاد کړل او ویې ویل چې پاکستان به د خپلو وګړو د خوندیتوب لپاره اړین اقدامات کوي.

 

طالبانو په وار وار د پاکستان دا تور رد کړی چې ګنې ټي ټي پي او نورې وسله‌والې ډلې په افغانستان کي مرکزونه لري. د طالبانو حکومت وايي، د پاکستان امنیتي ستونزې د هغه هېواد کورنۍ مسئله ده.

 

د پاکستان د پوځ د ویاند دا څرګندونې څو ساعته وروسته له هغې شوې چې پاکستان د افغانستان په کونړ او هلمند ولایتونو کي هوايي بریدونه وکړل.

 

پاکستان ویلي چې په دغو بریدونو کي یې د وسله‌والو مرکزونه په نښه کړي دي. د پاکستان د چارواکو له خوا د ورکړل شویو مرګ‌ژوبلې د شمېرو خپلواک تایید نه دی شوی.

 

خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي، یوناما، ویلي چې په کونړ او هلمند کي په دغو هوايي بریدونو کي لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي، چې ډېری یې ماشومان دي، او نهه نور کسان ټپیان شوي دي.

 

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې بریدونه د کونړ په شلتن او د هلمند په ګرمسېر ولسوالیو کي شوي دي. طالبانو بریدونه غندلي او هغه یې د افغانستان پر خاوره تېری بللی دی.

 

پاکستان وايي د کونړ او هلمند په هوايي بریدونو کې یې ۲۲ «وسله وال» وژلي؛ طالبان وايي ۹ ملکي کسان وژل شوي
پاکستان وايي د کونړ او هلمند په هوايي بریدونو کې یې ۲۲ «وسله وال» وژلي؛ طالبان وايي ۹ ملکي کسان وژل شوي
افغانستان : هلمند کې د پاکستان د هوايي برید پر ضد لاریون؛ یوناما وايي ډېر وژل شوي ماشومان دي
افغانستان : هلمند کې د پاکستان د هوايي برید پر ضد لاریون؛ یوناما وايي ډېر وژل شوي ماشومان دي
«دي ډیپلومات»: پر افغانستان د پاکستان پوځي فشار مطلوبه نتیجه نه ده ورکړې
«دي ډیپلومات»: پر افغانستان د پاکستان پوځي فشار مطلوبه نتیجه نه ده ورکړې

 

پاکستان بیا وايي چې د افغانستان په خاوره کي هغه وسله‌وال په نښه کوي چې د پاکستان پر ضد بریدونه کوي. طالبان د پاکستان دا خبره ردوي او وايي، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

 

د پاکستان او طالبانو اړیکې په وروستیو کلونو کي د ټي ټي پي او نورو وسله‌والو ډلو د فعالیتونو پر سر خرابې شوې دي. اسلام‌اباد وايي دغه ډلې د افغانستان له خاورې په پاکستان کي بریدونه کوي، خو طالبان دا تور نه مني.

 

یوناما وايي، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې یې په افغانستان کي د پولې پورې غاړې وسله‌وال تاوتریخوالي له امله د ۱۱۰۰ څخه د زیاتو ملکي کسانو وژل کېدل او ټپي کېدل ثبت کړي دي.

 

ملګرو ملتونو له دواړو لورو غوښتي چې د ملکي خلکو د خوندیتوب لپاره تاوتریخوالی کم او خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.