هلمند (شال نیوز) : د افغانستان د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ په صفار سیمه کې د پاکستان د هوايي برید وروسته ځايي خلکو لاریون کړی او د پاکستان د حکومت او پوځ پر ضد یې شعارونه ورکړي دي.

 

په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې لاریون کوونکي د هغو ماشومانو انځورونه له ځان سره لېږدوي چې ویل کېږي د پنجشنبې، د اکتوبر لومړۍ نېټې په سهارني برید کې وژل شوي دي. لاریون کوونکو د پاکستان د حکومت، پوځ او د هغوی د متحدینو پر ضد شعارونه ورکړل.

 

پاکستان د اکتوبر په لومړۍ نېټه د افغانستان په کونړ او هلمند ولایتونو کې هوايي بریدونه تایید کړي، خو وايي هدفونه یې د وسله‌والو ډلو پټنځایونه وو. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي چې بریدونه د «غضب للحق» عملیاتو په دوام کې شوي دي.

 

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي، د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یې د افغانستان په دوو ځایونو کې هغه مرکزونه په نښه کړي چې د پاکستاني طالبانو، بلوڅ وسله‌والو او ورسره تړلو ډلو له خوا کارېدل.

 

پاکستان وايي، د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې ۲۲ وسله‌وال وژل شوي او د وسلو او مهماتو زېرمې له منځه وړل شوې دي. اسلام‌اباد دا هم وايي چې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې د مخنیوي لپاره یې احتیاطي ګامونه اخیستي وو. د پاکستان دغه شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

 

بل لور ته، د طالبانو حکومت وايي، پاکستاني الوتکو د کونړ د شلتن ولسوالۍ د چوګام او د هلمند د ګرمسیر ولسوالۍ د صفار سیمې بمبار کړې او د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړو ته پکې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

 

د طالبانو له لومړنیو شمېرو سره د ملګرو ملتونو شمېرې یو شان نه دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ، یوناما، د اکتوبر په لومړۍ نېټه ویلي چې په کونړ او هلمند کې یې د لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړو وژل کېدل او د نهو نورو ټپي کېدل تایید کړي دي. یوناما وايي، په وژل شویو کې ډېری ماشومان دي.

 

یوناما د بریدونو له ټولو اړخونو غوښتي چې تاوتریخوالی کم کړي، نړیوال قانون ته درناوی وکړي او د ملکي وګړو د نورې مرګ‌ژوبلې مخه ونیسي.

 

پاکستان وايي د کونړ او هلمند په هوايي بریدونو کې یې ۲۲ «وسله وال» وژلي؛ طالبان وايي ۹ ملکي کسان وژل شوي
پاکستان وايي د کونړ او هلمند په هوايي بریدونو کې یې ۲۲ «وسله وال» وژلي؛ طالبان وايي ۹ ملکي کسان وژل شوي

 

پاکستاني امنیتي سرچینو په جلا توګه ادعا کړې چې د هلمند په ګرمسیر کې د بلوڅ وسله‌والو اړوند یو مرکز هم په نښه شوی او د دغې ډلې یو شمېر کسان پکې وژل شوي دي. تر اوسه د دې ادعا خپلواک تایید نه دی شوی.

 

د پاکستان او افغانستان ترمنځ په وروستیو اوونیو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. اسلام‌اباد طالبان تورنوي چې پاکستاني طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو ته یې په افغانستان کې ځای ورکړی، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي.

 

یوناما وايي، یوازې په ۲۰۲۶ کال کې یې په افغانستان کې د پولې پورې غاړې په وسله‌وال تاوتریخوالي کې د ۱۱۰۰ څخه د زیاتو ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو پېښې ثبت کړې دي.