کابل / اسلام اباد (شال نیوز) : امریکايي مجلې «دي ډیپلومات» په یوه تازه تحلیل کي لیکلي چې پر افغانستان د پاکستان د پوځي فشار او هوايي بریدونو زیاتېدو تر اوسه اسلاماباد ته هغه امنیتي او سیاسي نتیجه نه ده ورکړې چې تمه یې ترې کېده، او د دواړو ګاونډیو ترمنځ اړیکې یې له ژور کړکېچ سره مخ کړې دي.
دا تحلیل د جنوبي اسیا د امنیتي چارو څېړونکې شانتي ماریټ ډیسوزا لیکلی او د سپټمبر پر ۲۵مه خپور شوی دی. د مقالې سرلیک دی: «په افغانستان کي د پاکستان د سزا ورکولو خطرناکه هڅه؛ داسې ښکاره جګړه چې پای یې نه ښکاري.»
ډیسوزا لیکي چې پاکستان د ۲۰۲۵ کال له اکتوبره د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبره لږ تر لږه ۱۵ ځله د افغانستان دننه هوايي او ډرون بریدونه کړي دي. د هغې په وینا، د پاکستان پوځي اقدامات په تېرو میاشتو کي د دواړو هېوادونو په اړیکو کي د یوه مهم بدلون څرګندونه کوي، ځکه اسلاماباد اوس د خپلو امنیتي اندېښنو په ځواب کي د افغانستان دننه پوځي ځواک په ښکاره ډول کاروي.
د مقالې له مخې، پاکستان د سپټمبر پر ۲۱مه په کونړ او پکتیکا کي هوايي بریدونه وکړل. اسلاماباد وویل چې په دغو بریدونو کي یې ۲۸ وسله وال وژلي دي، خو په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په کونړ کي د یوه سړي، یوې ښځې او یوې نجلۍ وژل کېدل تایید کړل.
دغه بریدونه وروسته له هغې وشول چې د سپټمبر پر ۱۸مه د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په کوهاټ کي د پولیسو پر یوه مرکز خونړی برید وشو. لومړی له چاودېدونکو موادو ډک موټر وچاودول شو او ورپسې وسله وال مرکز ته ننوتل. د اتحادالمجاهدین پاکستان په نوم ډلې د برید ذمه واري ومنله. دا ډله د حافظ ګل بهادر له ډلې سره تړلې بلل کېږي او له تحریک طالبان پاکستان سره هم نږدې اړیکې لري.
پاکستاني چارواکو ویلي وو چې په بریدګرو کي یو افغان وګړی هم شامل و. درې ورځې وروسته، د سپټمبر پر ۲۴مه، پاکستان د افغانستان دننه په لسو ځایونو هوايي او ډرون بریدونه وکړل. افغان رسنیو کندهار، خوست او پکتیا د هدف شوو ولایتونو په توګه یاد کړل.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ وویل، بریدونه په قصدي او محدود ډول یوازې پر هغو پوځي هدفونو شوي چې د پاکستان پر ضد له بریدونو سره تړاو درلود. پاکستان وویل چې دا اقدام له افغانستانه د پاکستان خاورې ته د ډرونونو د استولو په ځواب کي شوی و.
خو د افغانستان طالبانو د پاکستان اقدامات د خپل هېواد د حاکمیت سرغړونه بللې او د اسلاماباد دا تور ردوي چې ګنې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره کارول کېږي. پاکستان بیا له اوږدې مودې راهیسې وايي چې تحریک طالبان پاکستان او له هغوی سره تړلې وسله والې ډلې په افغانستان کي پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کي بریدونه تنظیموي.
د «دي ډیپلومات» مقاله د ملګرو ملتونو د څار ډلې د ۲۰۲۶ کال د اګست راپور ته هم اشاره کوي. په دغه راپور کي ویل شوي وو چې افغان طالبانو له تحریک طالبان پاکستان سره ملاتړ ته دوام ورکړی دی.
خو په همدې راپور کي دا هم ویل شوي چې افغان چارواکو شاوخوا دوه زره د ټي ټي پي وسله وال او د هغوی کورنۍ د پاکستان پولې ته له نږدې سیمو څخه د افغانستان نورو برخو ته انتقال کړي دي. راپور دا هم وايي چې د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د شا له لارې د ټي ټي پي مشرتابه ته د پاکستان پر ضد د بریدونو د درولو خبرداری ورکړی و.
طالبانو په ښکاره ډول په وار وار ویلي چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد کارېدو ته پرېنږدي. ډیسوزا لیکي چې له پوځي فشار سره سره په پاکستان کي وسله وال بریدونه نه دي درېدلي. د هغې په تحلیل، د افغانستان دننه د پاکستان پوځي بریدونه ښايي طالبان د اسلاماباد غوښتنو منلو ته اړ نه کړي، بلکې په افغانستان کي د پاکستان پر ضد غبرګون نور هم زیاتولی شي.
د مقالې له مخې، د پاکستان او افغان طالبانو اړیکې ځکه هم ځانګړې دي چې پاکستان د طالبانو د واکمنۍ د لومړۍ دورې پر مهال له هغوی سره نږدې اړیکې لرلې او په ۲۰۲۱ کال کي کابل ته د طالبانو له بېرته ستنېدو وروسته هم په اسلاماباد کي تمه موجوده وه چې له نوي حکومت سره به امنیتي همکاري زیاته شي.
خو له ۲۰۲۱ کال وروسته د ټي ټي پي فعالیت د دواړو لورو ترمنځ په تر ټولو لوی اختلاف بدل شو. اسلاماباد وايي، کابل باید د هغو وسله والو پر ضد عملي ګامونه واخلي چې د پاکستان په وینا د افغانستان له خاورې فعالیت کوي. طالبان بیا وايي چې پاکستان باید خپلې امنیتي ستونزې په خپله خاوره کي حل کړي او د افغانستان پر خاوره پوځي بریدونه د منلو نه دي.
د «دي ډیپلومات» د تحلیل له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزې د حل لپاره د خبرو هڅې هم شوې دي. قطر او ترکیې د منځګړیتوب هڅې کړې، خو تر اوسه داسې اوږدمهاله هوکړه نه ده شوې چې د دواړو لورو امنیتي اختلافونه پای ته ورسوي.
د مجلې په یوه بل تازه تحلیل کي هم ویل شوي چې له ۲۰۲۵ کال راهیسې د پاکستان تګلاره بدله شوې ده. تر دې مخکې اسلاماباد تر ډېره پر خبرو او سفارتي فشار تکیه کوله، خو وروسته یې د افغانستان دننه د هوايي ځواک استعمال زیات کړ.
د پاکستان دریځ دا دی چې دغه بریدونه د افغان ولس یا د افغانستان د حکومت پر ضد نه، بلکې د هغو وسله والو پر ضد دي چې د پاکستان امنیت ته ګواښ پېښوي. خو د ډیسوزا په تحلیل کي ویل شوي چې د پوځي فشار دوام تر اوسه د پاکستان اساسي ستونزه نه ده حل کړې؛ په پاکستان کي وسله وال بریدونه دوام لري او له افغانستان سره یې اړیکې هم لا پسې خرابې شوې دي.
لیکواله استدلال کوي چې افغان طالبان د پاکستان غوښتنو ته د تسلیمېدو لپاره لږه انګېزه لري او د پوځي فشار زیاتوالی ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېباورۍ او جګړې کړۍ نوره هم پراخه کړي. د دې تحلیل اساسي پوښتنه دا ده چې ایا اسلاماباد به د افغانستان په اړه پر پوځي فشار تکیه روانه وساتي، او که به دواړه لوري بېرته داسې سیاسي خبرو ته مخه کړي چې د پاکستان امنیتي اندېښنې او د افغانستان د حاکمیت مسئله دواړه پکې مطرح شي.


شال نیوز