واشنګټن / تهران (شال نیوز) : د امریکا د خزانې وزارت د پنجشنبې، د اکتوبر پر لومړۍ، د ایران د موټرو او رېل پر صنعتونو نوي بندیزونه اعلان کړي دي چې د دغه هېواد یو شمېر لوی صنعتي شرکتونه او له هغوی سره کاروبار کوونکي بهرني شرکتونه هم پکې شامل دي.
د امریکا د خزانې وزارت وايي، د ایران د موټرو دوه لوی شرکتونه، «ایران خودرو» او «سایپا» په نویو بندیزونو کي شامل شوي دي. د امریکا د حکومت د معلوماتو له مخې، دا دواړه شرکتونه د ایران د کورني موټر بازار تر ۹۰ سلنې زیاته برخه لري.
د ایران خودرو ډیزل، پارس خودرو او د موټرسایکلونو یو شمېر جوړوونکي شرکتونه هم د بندیزونو په نوملړ کي شامل شوي دي. امریکا په همدې اقدام کي د ایران دولتي رېل اداره، د «راجا» مسافر وړونکو اورګاډو شرکت او د مالونو د لېږد یو لوی رېل شرکت هم په نښه کړي دي.
د امریکا د خزانې وزارت وايي، په متحده عربي اماراتو، ترکیه، اندونیزیا او هانګ کانګ کي یې یو شمېر هغه شرکتونه هم تر بندیزونو لاندې راوستي چې د ایران د موټرو او نورو صنعتي برخو لپاره پرزې، وسایل او مواد برابروي.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي، د دې اقدام موخه د ایران د حکومت د اقتصادي سرچینو محدودول او پر هغو شبکو فشار زیاتول دي چې واشنګټن وايي د تهران د پوځي فعالیتونو د تمویل لپاره کارول کېږي. د امریکا حکومت دا بندیزونه د ایران پر ضد د خپل پراخ اقتصادي فشار د لړۍ برخه بولي.
نوي بندیزونه په داسې وخت کي لګېدلي چې د هرمز تنګي د کړکېچ او د ایران د سمندري سوداګرۍ پر وړاندې د امریکا د فشار له امله تهران د تېلو، سرې، کیمیاوي موادو او نورو مالونو د لېږد لپاره پر ځمکنیو او رېل لارو ډېر تکیه کوي.
د همدې لپاره د رېل پر لویو شرکتونو بندیزونه د واشنګټن د اقتصادي فشار د پراخېدو یوه بله نښه ګڼل کېږي، ځکه رېل د ایران د کورني سوداګریز او صنعتي ترانسپورټ مهمه برخه ده.
د امریکا د بندیزونو له مخې، په امریکا کي د دغو شرکتونو شتمنۍ کنګلېږي او امریکايي وګړي او شرکتونه ورسره له راکړې ورکړې منع کېږي. دغه بندیزونه له دې شرکتونو سره د بهرنیو کاروبارونو لپاره هم د بندیزونو خطر پیدا کولی شي.
ایران تر اوسه د پنجشنبې د نویو بندیزونو په اړه مفصل رسمي غبرګون نه دی خپور کړی.


شال نیوز