واشنګټن (شال نیوز) : امریکا پر لسو کسانو او ادارو نوي بندیزونه لګولي او تور یې پورې کړی چې د ایران د دفاع وزارت لپاره یې د وسلو، پوځي وسایلو او اړوندو پرزو په ترلاسه کولو کې مرسته کوله.

 

د امریکا د خزانې وزارت د سې شنبې، د سپټمبر ۲۹مې په بیان کي ویلي، په دغو بندیزونو کي په ایران، پاکستان، چین او هانګ کانګ کي کسان او شرکتونه شامل دي.

 

د امریکا د خزانې وزارت وايي، دا کسان او شرکتونه د ایران د دفاع وزارت او د وسله والو ځواکونو د لوژستیک ادارې لپاره د وسلو او هغو پرزو په ترلاسه کولو کي ښکېل وو چې د ایران د توغندیو، بې‌پیلوټه الوتکو او نورو پوځي پروګرامونو لپاره کارېدلی شي.

 

په بندیزونو کي په پاکستان کي مېشت سوداګر وسیم پاشا تجمل هم شامل دی. د امریکا د خزانې وزارت وايي، تجمل د کاوالیر ګروپ مشر دی، چې یو شخصي دفاعي شرکت دی او په پاکستان او له پاکستانه بهر فعالیتونه لري.

 

امریکايي چارواکو تور لګولی چې تجمل او کاوالیر ګروپ د ایران د دفاع وزارت لپاره د منځګړو په توګه کار کاوه او د وسلو او اړوندو پوځي وسایلو په ترلاسه کولو کي یې مرسته کوله.

 

د خزانې وزارت په بیان کي دا نه دي ویلي چې تجمل یا د هغه شرکت ایران ته کومې مشخصې وسلې ورکړې، په کومه نېټه یې ورکړې او د معاملې ارزښت څومره و.

 

د امریکا د خزانې وزارت وايي، وسیم پاشا تجمل په پاکستان کي د کاوالیر ډاینمکس پرایوېټ لمیټډ تر ټولو لوی ونډه‌وال او اجرائیه مشر دی.

 

نوموړی په سعودي عرب کي د کاوالیر ډاینمکس فار ټکنالوجیز کمپنۍ مشر هم بلل شوی. د امریکا د خزانې وزارت وايي، دا شرکت په بشپړه توګه د پاکستان د کاوالیر ډاینمکس پرایوېټ لمیټډ ملکیت دی.

 

د خزانې وزارت په وینا، تجمل په ترکیه کي د کاوالیر ډاینمکس ټکنالوجي تجارت شرکت مشر او یوازینی ونډه‌وال هم دی. امریکا دا درې واړه شرکتونه هم د بندیزونو په نوملړ کي شامل کړي دي.

 

د خزانې وزارت ویلي، په سعودي عرب کي د کاوالیر اړوند شرکت پر ضد اقدام یې د سعودي چارواکو په همغږۍ کړی دی. امریکا په چین کي د ایران د دفاع وزارت یو استازی سید اصغر علي‌زاده طباطبايي هم په بندیزونو کي شامل کړی دی.

 

د خزانې وزارت تور لګولی چې طباطبايي په چین کي د ایران لپاره د وسلو او داسې پرزو د ترلاسه کولو چارې سمبالولې چې ملکي او پوځي دواړه استعمالونه لرلای شي.

 

په ایران کي مېشت کاوشکام ایشیا د څېړنې او پراختیا ګروپ هم په نوملړ کي شامل شوی دی. امریکايي چارواکي وايي، دې شرکت د ایران د الوتکو جوړولو د صنعت لپاره برېښنايي وسایل او پرزې ترلاسه کولې.

 

د امریکا په وینا، کاوشکام د ایران د شهید باقري صنعتي ګروپ ته هم برېښنايي وسایل برابر کړي وو. واشنګټن دغه اداره د ایران د جامدو سون‌توکو د بالستیک توغندیو له پروګرام سره تړلې بولي.

 

په هانګ کانګ کي مېشت ای سي موجو ټکنالوجي شرکت او په چین کي د هغه استازې لي فین هم په بندیزونو کي شامل شوي دي. امریکا وايي، دې شرکت د کاوشکام لپاره برېښنايي پرزې برابرولې او لي فین د بندیزونو او صادراتي محدودیتونو د مخنیوي هڅه کړې وه.

 

د امریکا د خزانې وزارت وايي، د بندیزونو له مخې د نوملړ د کسانو او شرکتونو ټولې هغه شتمنۍ کنګلېږي چې په امریکا کي وي یا د امریکايي کسانو او ادارو تر واک لاندې وي.

 

هغه شرکتونه هم له دغو محدودیتونو سره مخ کېږي چې بندیز لګېدلي کسان په مستقیم یا غیرمستقیم ډول ۵۰ سلنه یا تر دې زیاته ونډه پکي ولري. له ځانګړې اجازې پرته امریکايي کسان او شرکتونه نه شي کولای له بندیز لګېدلو کسانو او ادارو سره ډېری مالي او سوداګریزې معاملې وکړي.

 

امریکا پر ایران نوي پراخ بندیزونه ولګول؛ ایران هم د هرمز په تنګي کې ۴۵ تېلو او ګازو بېړۍ تور لېسټ کړې
امریکا پر ایران نوي پراخ بندیزونه ولګول؛ ایران هم د هرمز په تنګي کې ۴۵ تېلو او ګازو بېړۍ تور لېسټ کړې
امریکا : د سپتمبر له ۲۳مې به پر ایراني هوايي شرکتونو سخت بندیزونه ولګي
امریکا : د سپتمبر له ۲۳مې به پر ایراني هوايي شرکتونو سخت بندیزونه ولګي

 

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي، واشنګټن به د هغو کسانو او شبکو پر ضد اقداماتو ته دوام ورکړي چې د ایران پوځي پروګرامونو ته مالي، تخنیکي یا نور ملاتړ برابروي.

 

دا بندیزونه په داسې وخت کي لګېدلي چې امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د منځګړو له لارې غیرمستقیمې خبرې کوي.

 

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې واشنګټن ایران ته د بندیزونو د نرمولو یا د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو وړاندیز کړی دی. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان بیا ویلي چې تهران خبرو ته تیار دی، خو د فشار له لارې خبرې نه مني.

 

پر وسیم پاشا تجمل، کاوالیر ګروپ او نورو کسانو او شرکتونو د ایران لپاره د وسلو او پوځي وسایلو د ترلاسه کولو تورونه د امریکا د خزانې وزارت لګولي دي. تر دې دمه د وسیم پاشا تجمل یا کاوالیر ګروپ داسې تازه تفصیلي ځواب نه دی موندل شوی چې په دغو مشخصو تورونو کي یې خپل دریځ روښانه کړی وي.