اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د وزیراعظم د سیاسي چارو سلاکار رانا ثناءالله ویلي، له تحریک انصاف سره د اکتوبر د څلورمې د اعلان شوي احتجاج په اړه غیر رسمي خبرې روانې دي، خو که ګوند له احتجاجه پر شا نه شي، حکومت اسلاماباد ته د لاریون کوونکو د ننوتلو د مخنیوي لپاره تیاری کړی دی.
رانا ثناءالله د پنجشنبې، د اکتوبر لومړۍ پر ورځ ویلي چې د تحریک انصاف له مشرانو سره له رسمي غونډو پرته سلا مشورې روانې دي او د احتجاج په اړه وروستۍ پرېکړه به د دغه ګوند مشران کوي. هغه ویلي، که تحریک انصاف خپل اعلان شوی احتجاج و نه ځنډوي، وفاقي حکومت به یې اسلاماباد ته د ننوتلو مخه نیسي.
رانا ثناءالله د خیبر پښتونخوا په اړه ویلي چې د ګورنر راج امکان هم لا پر مېز دی. د هغه په وینا، د ګورنر راج لپاره په آئین کي ټاکل شوې لاره شته او که حکومت دا انتخاب عملي کوي، پرېکړه به د آئيني طریقې له مخې کېږي. د ګورنر راج ترڅنګ، په خیبر پښتونخوا کي د ایمرجنسي پر امکان هم بحث روان دی.
د پاکستان د پارلماني چارو وفاقي وزیر طارق فضل چوهدري د چهارشنبې، د سپټمبر ۳۰مې پر ورځ ویلي وو چې وفاقي حکومت په صوبه کي د ایمرجنسي پر لګولو جدي غور کوي. هغه ویلي وو چې دا بحث د پاکستان د آئین د ۲۳۲مې مادې له مخې کېږي.
طارق فضل چوهدري په خیبر پښتونخوا کي امنیتي حالت او د وسله والو بریدونو زیاتوالی د دې بحث له مهمو لاملونو بللي وو. تحریک انصاف بیا د وفاقي حکومت پر دریځ نیوکه کړې او وايي، امنیتي وضعیت باید د صوبايي حکومت پر ضد د سیاسي اقدام لپاره و نه کارول شي.
د تحریک انصاف مشر بېرسټر ګوهر هم د ګورنر راج له احتمال سره مخالفت کړی دی. هغه ویلي، په خیبر پښتونخوا کي د وسله والو بریدونو په دلیل د ګورنر راج لګول د منلو وړ نه دي او امنیت یوازې د یوې صوبې نه، بلکې د ټول پاکستان مسئله ده.
د تحریک انصاف مشر اسد قیصر ویلي چې د اکتوبر د څلورمې د لاریون د ځنډولو امکان نشته. د ګوند د قامي اسمبلۍ غړې شاندانه ګلزار ویلي چې لاریون به د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر سهیل اپریدي په مشرۍ له پېښوره د اسلاماباد پر لور روانېږي.
تحریک انصاف لومړی د سپټمبر ۲۷مه د اسلاماباد پر لور د لاریون لپاره ټاکلې وه، خو وروسته یې نېټه د اکتوبر څلورمې ته واړوله. ګوند وايي، د احتجاج په مهمو غوښتنو کي د خپل بندي بنسټګر او پخواني وزیراعظم عمران خان خوشې کول او د آئین د بالادستۍ غوښتنه شامله ده.
د پاکستان پیپلز پارټۍ هم ویلي، که وفاقي حکومت د ګورنر راج په اړه ورسره مشوره وکړي، ګوند به د آئین او قانون له مخې خپل دریځ وړاندې کړي. د پیپلز پارټۍ جنرل سیکرټري نیر بخاري سولهییز احتجاج جمهوري حق بللی، خو ویلي یې دي چې د امن او قانون ساتل هم د حکومت مسوولیت دی.
د وفاقي حکومت او تحریک انصاف ترمنځ دا تازه سیاسي کړکېچ په داسې وخت کي زیات شوی چې د اکتوبر څلورمې اعلان شوي لاریون ته څو ورځې پاتې دي.
تر اوسه په خیبر پښتونخوا کي نه ګورنر راج لګېدلی او نه ایمرجنسي اعلان شوې ده. د حکومت د چارواکو د څرګندونو له مخې، دواړه انتخابونه تر بحث او غور لاندې دي، په داسې حال کي چې له تحریک انصاف سره غیر رسمي خبرې هم روانې دي.


شال نیوز