اسلاماباد (شال نیوز) : د پاکستان د پارلماني چارو وفاقي وزیر طارق فضل چوهدري ویلي، وفاقي حکومت په خیبر پښتونخوا کي د اساسي قانون د ۲۳۲مې مادې له مخې د ایمرجنسي لګولو پر امکان «جدي غور» کوي.
چوهدري د چهارشنبې، د سپټمبر ۳۰مې پر ورځ په پارلېمنټ هاوس کي خبریالانو ته وویل، دا غور په صوبه کي د امنیتي حالاتو او د وسله والو د بریدونو له زیاتېدو سره تړاو لري. هغه وویل، که ایمرجنسي ولګول شي، حکومت د دې پرېکړې د سیاسي پایلو منلو ته هم تیار دی.
نوموړي وویل، ایمرجنسي د پاکستان ولسمشر لګوي او پارلېمنټ یې منظوري ورکوي. د هغه په وینا، که په خیبر پښتونخوا کي ایمرجنسي ولګول شي، صوبايي اسمبلي به پر خپل ځای پاتې وي، خو د صوبې د اجرائیوي چارو په واکونو کي بدلون راتلای شي.
طارق فضل چوهدري د دې ممکنه اقدام دلیل په خیبر پښتونخوا کي امنیتي حالت بللی او صوبايي حکومت یې تورن کړی چې د وسله والو د بریدونو په مخنیوي کي پاتې راغلی دی. د تحریک انصاف په مشرۍ صوبايي حکومت د وفاقي حکومت دا تورونه ردوي.
خو په وفاقي حکومت کي د دې موضوع په اړه څرګندونې یو شان نه دي. د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطاالله تارړ د خیبر پښتونخوا لپاره د ګورنر راج یا ایمرجنسي خبره «له وخته مخکې» بللې او ویلي یې دي چې دی نه غواړي د تایید له مخه پر اټکلونو تبصره وکړي.
د قانون وفاقي وزیر اعظم نذیر تارړ هم د سپټمبر پر ۳۰مه ویلي چې د قومي اسمبلۍ د سپیکر ایاز صادق په مشرۍ په شوې غونډه کي د خیبر پښتونخوا د ایمرجنسي یا ګورنر راج په اړه خبرې نه دي شوې.


خانزیب محسود