اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان تحریک انصاف له خوا اسلام اباد ته د احتجاجي مارچ د یوې اوونۍ ځنډېدو وروسته، پولیس وايي د پلازمېنې د امنیت لپاره روان لګښت ښايي تر یو ارب پاکستانیو روپو واوړي.
د ډان ورځپاڼې د پولیسو د سرچینو له قوله ویلي، د تحریک انصاف د احتجاج لپاره د امنیتي انتظاماتو په لړ کې ۱۵۵۰ کانتینرونه برابر شوي چې د ورځې کرایه یې شاوخوا ۴۶.۵ میلیونه روپۍ کېږي.
د پولیسو د حساب له مخې، د دغو کانتینرونو د یوې اوونۍ کرایه شاوخوا ۳۲۵.۵ میلیونه او د دوو اوونیو کرایه ۶۵۱ میلیونه روپو ته رسېږي.
د اسلاماباد پولیسو تر دې مخکې د کانتینرونو، د نورو صوبو څخه د راغوښتل شویو پولیسو د خوراک، استوګنې، ټرانسپورټ او نورو امنیتي چارو لپاره شاوخوا ۸۲۰ میلیونه روپۍ غوښتې وې.
پولیسو د افسرانو د استوګنې لپاره په ۱۳ هوټلونو کې ۱۷۵ خونې هم نیولې دي. د پنجاب د پولیسو د ځواک یوازې د ورځې د درې وخته خوراک لګښت شاوخوا ۹.۶ میلیونه روپۍ اټکل شوی دی.
تحریک انصاف په لومړي سر کې اعلان کړی و چې احتجاجي مارچ به د یکشنبې، د سپټمبر ۲۷مې پر ورځ پېلوي، خو د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر سهیل اپریدي د جمعې، د سپټمبر ۲۵مې پر ورځ وویل چې د ګوند سیاسي کمېټې مارچ د اکتوبر تر ۴مې ځنډولی دی.
سهیل اپریدي ویلي، د ګوند پلویان به د اکتوبر پر ۴مه له پېښوره د اسلاماباد پر لور احتجاجي مارچ پیلوي. د کانتینرونو د مالکانو د اتحادیې مشر نثار حسین جعفري ویلي، لا څرګنده نه ده چې پولیس به کانتینرونه د احتجاج تر نوې نېټې پورې له ځان سره وساتي او که به یې بېرته خوشې کړي.
که کانتینرونه او نور امنیتي انتظامات د اکتوبر تر ۴مې پورې پر خپل ځای پاتې شي، د پولیسو سرچینې وايي د اسلاماباد د امنیت ټول لګښت به تر یو ارب پاکستانیو روپو واوړي.


شال نیوز