اسلام اباد (شال نیوز) : پاکستان تحریک انصاف د سپتمبر پر ۲۷مه اسلام اباد ته خپل اعلان شوی اوږد مارچ ځنډولی دی. د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر سهیل اپریدي د سپتمبر په ۲۵مه، یوې خبري غونډې ته وویل چې د مشرتابه له سلا مشورو وروسته پرېکړه شوې چې مارچ دې د اکتوبر پر ۴مه ترسره شي.
دا پرېکړه ،د سپتمبر په ۲۵مه، د تحریک انصاف د مشرتابه تر غونډې وروسته شوې ده. په غونډه کې د اسلام اباد د مارچ پر نېټې، تیاریو او د ګوند پر راتلونکې تګلارې خبرې شوې دي.
د ګوند دننه د مارچ د ځنډولو پر موضوع بېلابېل نظرونه موجود وو. ځینو مشرانو غوښتل چې د سپتمبر ۲۷مې مارچ دې د اعلان له مخې ترسره شي او په نېټه کې دې بدلون نه راوستل کېږي، خو د سلا مشورو په پای کې د مارچ د ځنډولو پرېکړه وشوه.
سهیل اپریدی وايي، د اکتوبر ۴مه د مارچ لپاره د نوې نېټې په توګه ټاکل شوې او ټاکل شوې ده چې د تحریک انصاف مشرتابه به د خپلو پلویانو د ګډون او د مارچ د لارې په اړه نور جزیات هم اعلان کړي.
تحریک انصاف دا مارچ د خپل بنسټګر او د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان د خوشي کېدو او د خپلو نورو سیاسي غوښتنو لپاره اعلان کړی و. د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې د ګوند مشرانو او کارکنانو په وروستیو ورځو کې د سپتمبر ۲۷مې احتجاج لپاره غونډې او ولسي رابطې هم پېل کړې وې.
په خیبر، بر دیر او د صوبې په نورو سیمو کې د تحریک انصاف سیمه ییزو مشرانو له خپلو پلویانو غوښتي وو چې د اسلام اباد مارچ ته ځانونه چمتو کړي. د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر سهېل اپریدي هم د ګوند د راتلونکو احتجاجونو په اړه له مشرتابه سره په تماس کې و.
د مارچ د ځنډېدو له پرېکړې وروسته به اوس دغه تیاری د اکتوبر ۴مې ته واوړي.


شال نیوز