صنعا / ریاض (شال نیوز) : د یمن حوثیان وايي، سعودي عرب په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یمن پر پنځو ولایتونو ۵۱ هوايي او توغندیز بریدونه کړي دي.
د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ویلي، سعودي جنګي الوتکو او توغندیزو ځواکونو په مأرب، صعده، حدیده، تعز او عمران کې بریدونه کړي دي. د هغه په وینا، په ځینو بریدونو کې د مخابراتو شبکې او نور ملکي ځایونه هم په نښه شوي دي.
سریع ویلي، سعودي جنګي الوتکې د خمیس مشیط له هوايي اډې پورته شوې وې او توغندي د نجران او جازان له سیمو توغول شوي دي. نوموړي ادعا کړې چې د جګړې د اوسني پړاو له پیل راهیسې پر یمن د سعودي د هوايي او توغندیزو بریدونو شمېر ۱۲۰۹ ته رسېدلی دی.
سعودي عرب تر اوسه د ۵۱ تازه بریدونو او د حوثیانو له خوا د ورکړل شویو نورو شمېرو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. شال نیوز هم دا شمېرې په خپلواکه توګه نه شي تاییدولای.
دا په داسې وخت کي ده چې د سعودي عرب او حوثیانو ترمنځ جګړه په وروستیو اوونیو کي یو ځل بیا سخته شوې ده. حوثیانو پر سعودي عرب د بالستیک او کروز توغندیو او ډرونونو د بریدونو خبر ورکړی، په داسې حال کي چې سعودي عرب هم په یمن کي هوايي بریدونو ته دوام ورکړی دی.
په همدې حال کي د ملګرو ملتونو د یمن ځانګړي استازي هانس ګروندبرګ د جګړې د نور پراخېدو د مخنیوي لپاره په مسقط کي د حوثیانو له مرکچي پلاوي او په سعودي عرب کي د یمن د نړیوال پېژندل شوي حکومت او نورو چارواکو سره خبرې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د جګړې په وروستي پړاو کي لږ تر لږه ۸۳۸ کسان وژل شوي، له ۳۶۴۰ ډېر ټپیان شوي او له ۱۴۵ زرو ډېر کسان په یمن کي له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.


شال نیوز