صنعا (شال نیوز) : په یمن کې د حوثیانو او د سعودي عرب په ملاتړ د حکومتي ځواکونو ترمنځ په تازه جګړو کې په دوو ورځو کې لږ تر لږه ۱۵۴ کسان وژل شوي دي. د دواړو خواوو پوځي سرچینو ،د سپتمبر په ۲۲مه، فرانس پرېس ته ویلي دي، چې مرګ ژوبله په تعز، الجوف، مارب او صعده کې د جګړو، هوايي بریدونو او توپچي ډزو له امله اوښتې ده.
د حوثیانو پوځي سرچینې وايي، په دغو سیمو کې د دوي د اړخ ۱۱۸ کسان وژل شوي دي. د یمن د حکومت سرچینو بیا ویلي چې د دوي ۳۶ کسان وژل شوي دي. دا شمېرې د جګړې د ښکېلو خواوو له سرچینو ورکړل شوې دي او په خپلواکه توګه یې تایید نه دی شوی.
تازه جګړې په داسې وخت کې سختې شوې دي چې حوثیانو په روانه میاشت کې د سره سمندر پر غاړه موخا او یو شمېر نورې سیمې نیولې دي. اوس د تعز او لحج په غرنیو سیمو کې هم سختې جګړې روانې دي، چې د باب المندب تنګي او میون ټاپو ته نږدې پرتې دي.
د جګړې له پراخېدو سره د یمن بشري وضعیت هم خراب شوی دی. نړیوالې ادارې وايي، له تازه جګړو سره زرګونه کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړې شوې دي.


شال نیوز