عدن (شال نیوز) : په یمن کي د حکومتي ځواکونو او حوثیانو ترمنځ د جګړې د دوام پر مهال، د نړیوال پېژندل شوي حکومت پوځ ادعا کړې چې په تېرو ۷۲ ساعتونو کي یې ۲۳۱۶ حوثیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې او څلور ایراني پوځي ماهران یې وژلي دي.

 

د یمني پوځ ویاند ماجد عبدالله النزیلي د یکشنبې، د سپټمبر پر ۲۷مه ویلي، په دې موده کي د حوثیانو پر مرکزونو او پوځي ځایونو سلګونه بریدونه شوي دي.

 

د هغه په وینا، بریدونه په کتاف، البقع، علب، الجوف، مأرب، البیضا، لحج او تعز کي شوي او جنګي الوتکې، بې‌پیلوټه الوتکې، توپونه او راکټي وسلې پکي کارول شوې دي.

 

نزیلي ادعا کړې چې په دغو بریدونو کي ۲۳۱۶ حوثیان وژل شوي یا ژوبل شوي دي. هغه ویلي، د حوثیانو یو شمېر پوځي ګاډي، د وسلو زېرمتونونه او د توغندیو د ویشتلو ځایونه هم په نښه شوي دي.

 

یمني پوځ دا هم ادعا کړې چې په تعز کي څلور ایراني پوځي ماهران وژل شوي دي. د پوځ په وینا، دغو کسانو له حوثیانو سره د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو په چلولو کي مرسته کوله.

 

د ۲۳۱۶ کسانو د مرګ‌ژوبلې شمېر او د څلورو ایراني کسانو د وژل کېدو ادعا تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې. په خپرو شویو راپورونو کي د یمني پوځ د وروستیو بریدونو او مرګ‌ژوبلې د شمېرو په اړه هم توپیر لیدل کېږي.

 

حوثیان باب‌ المندب ته رسېدلي؛ سعودي له امریکا پوځي مرسته غواړي، ټرمپ مستقیم برید نه غواړي
حوثیان باب‌ المندب ته رسېدلي؛ سعودي له امریکا پوځي مرسته غواړي، ټرمپ مستقیم برید نه غواړي
د مکې دفاعي تړون : پاکستان، سعودي او ترکیې د استخباراتي معلوماتو او پوځي همغږۍ پر زیاتولو خبرې کړې
د مکې دفاعي تړون : پاکستان، سعودي او ترکیې د استخباراتي معلوماتو او پوځي همغږۍ پر زیاتولو خبرې کړې

 

په یمن کي جګړه لا هم روانه ده. د یکشنبې، د سپټمبر پر ۲۷مه هم په تعز او یو شمېر نورو جبهو کي د حکومتي ځواکونو او حوثیانو ترمنځ د تازه بریدونو او نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

 

د تعز په معاویه سیمه کي د یوه برید په اړه دواړو خواوو بېلابېل معلومات ورکړي دي. حوثي چارواکو ویلي چې په برید کي ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، خو حکومتي لوري ویلي چې هدف یې د حوثیانو پوځي ځایونه وو.

 

د یمن جګړه په وروستیو اوونیو کي یو ځل بیا سخته شوې او په هغو سیمو کي هم نښتې زیاتې شوې دي چې له ۲۰۲۲ کال وروسته پکي جګړه تر ډېره کمه شوې وه.