لاهور (شال نیوز) : د پاکستان وفاقي حکومت د پنجاب هغه غوښتنه منظوره کړې چې د تحریک انصاف د سپتمبر ۲۷مې د اسلام اباد مارچ پر مهال په راولپنډۍ، اټک، جهلم او میانوالۍ ضلعو کې رېنجرز ځای پر ځای شي.
د پنجاب د کورنیو چارو ادارې له وفاقي حکومت څخه د راولپنډۍ لپاره د رېنجرز درې کمپنۍ غوښتې دي. له دې ډلې به یو په راولپنډۍ ښار او دوه په ټکسلا کې وي. د اټک لپاره پنځه وینګونه او د جهلم او میانوالۍ لپاره یوه ـ یوه کمپنۍ غوښتل شوې ده. د رېنجرز د پاتې کېدو موده د اکتوبر تر پنځمې ټاکل شوې ده.
د پنجاب حکومت په ټوله صوبه کې د سپتمبر له ۲۳مې د اکتوبر تر پنځمې دفعه ۱۴۴ هم لګولې ده. د دې حکم له مخې په عامه ځایونو، سړکونو او لویو لارو کې د پنځو یا تر دې د زیاتو کسانو پر غونډو، سیاسي جلوسونو، پرلتونو او مظاهرو بندیز دی. ودونه، جنازې، جوماتونه او ځینې نور عادي فعالیتونه له دې بندیزه مستثنا دي.
پنجاب له وفاقي حکومت څخه دا هم غوښتي دي چې د سپتمبر پر ۲۷مه د راولپنډۍ او اټک په ټاکلو سیمو کې د موبایل ټیلیفون او انټرنېټ خدمتونه محدود یا بند کړي.
تحریک انصاف د خپل مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د خوشې کېدو لپاره د سپټمبر پر ۲۷مه اسلاماباد ته د مارچ اعلان کړی دی. د مارچ له اعلان وروسته په اسلاماباد، راولپنډۍ او اټک کي امنیتي تیاری زیات شوی او پر ځینو مهمو لارو د کانټینرونو د اېښودلو راپورونه هم ورکړل شوي دي.


شال نیوز