اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان تحریک انصاف مشر بیرسټر ګوهر خان وايي، چې د سپتمبر ۲۷مې د اسلام اباد مارچ نه مخکې د ګوند شاوخوا ۱،۵۰۰ غړي او پلویان نیول شوي دي. عرب نیوز وايي، ګوهر دا شمېره د دوشنبې ،د سپتمبر په ۲۱مه، په تازه خبري غونډه کې ورکړې ده.
په عین وخت کې ډان وايي، چارواکو د اسلام اباد د امنیت لپاره له ۲۲ زرو زیات پولیس او نور امنیتي اهلکار د ځای پر ځای کولو پلان جوړ کړی او په اسلام اباد او راولپنډۍ کې ګڼ کانټینرونه راټول شوي دي چې د اړتیا پر وخت لارې پرې وتړل شي.
د ۱،۵۰۰ نیول شوو کسانو شمېره د تحریک انصاف خپله وینا ده او تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.


شال نیوز