اسلام‌ اباد (شال نیوز) : د پاکستان تحریک انصاف د سپتمبر ۲۷مې د احتجاج او اسلام‌ اباد پر لور د اعلان شوي مارچ تر مخه په پلازمېنه کې د دغه ګوند د نیول شوو پارلیماني غړو شمېر شپږو ته رسېدلی دی.

 

تازه نیول شوی کس د قامي اسمبلۍ غړی عادل بازۍ دی. د پولیسو سرچینې وايي، چې تر دې مخکې سناتور سیف الله نیازي او د قامي اسمبلۍ غړي ثناءالله مستي‌ خېل، میا احسن جمال، داوړ کنډي او غوث محمد هم نیول شوي وو.

 

راپورونه وايي، دغه کسان د عامه نظم د ساتنې قانون د درېیمې مادې له مخې نیول شوي او جهلم جېل ته لېږدول شوي دي. تحریک انصاف د خپلو پارلیماني غړو نیول غندلي او د هغوي د سمدستي خوشي کولو غوښتنه یې کړې ده.

 

ګوند ویلي چې نیول شوو کسانو ته باید له خپلو کورنیو او وکیلانو سره د لیدو اجازه هم ورکړل شي. په عین وخت کې چارواکو د سپتمبر ۲۷مې د احتجاج لپاره په اسلام‌ اباد او راولپنډۍ کې امنیتي تیاری زیات کړی دی.

 

د امنیتي پلان له مخې، اسلام‌ اباد ته د شاوخوا ۲۵ زره اضافي امنیتي اهلکارو د راوستلو تیاری شوی دی. د پولیسو د شمېر په اړه په بېلابېلو راپورونو کې توپیر شته، خو د پولیسو سرچینې وايي چې د سند شاوخوا ۱،۹۵۰ پولیس اسلام‌ اباد ته روان دي او له پنجاب څخه د شاوخوا ۱۹ زره پولیسو د استولو تیاری شوی دی.

 

د بښنې نړیوال سازمان د عمران خان د درې خویندو او د ګوند نیول شویو غړو د سمدستي خوشي کولو غوښتنه وکړه
د بښنې نړیوال سازمان د عمران خان د درې خویندو او د ګوند نیول شویو غړو د سمدستي خوشي کولو غوښتنه وکړه
د پي ټي ایي اسلام‌ اباد مارچ: ګوند وايي ۱،۵۰۰ کسان نیول شوي
د پي ټي ایي اسلام‌ اباد مارچ: ګوند وايي ۱،۵۰۰ کسان نیول شوي
د پاکستان تحریک انصاف د اسلام‌ اباد احتجاج: نیونې، د لارو بندولو تیاری او د زرګونو پولیسو ځای پر ځای کېدل
د پاکستان تحریک انصاف د اسلام‌ اباد احتجاج: نیونې، د لارو بندولو تیاری او د زرګونو پولیسو ځای پر ځای کېدل

 

چارواکو د اسلام‌ اباد او راولپنډۍ شاوخوا ۳۰ د ننوتلو او وتلو لارې هم په نښه کړې دي چې د اړتیا په صورت کې بندېدی شي. د ریډ زون، ډي چوک او نورو مهمو سیمو ترڅنګ پر لویو لارو کانټینرونه هم ځای پر ځای شوي دي.

 

په اسلام‌ اباد کې ۲۴ تعلیمي ادارې هم د امنیتي اهلکارو د استوګنې لپاره تړل کېږي. روغتونونو ته هم د ممکنه بیړني حالت لپاره د تیار اوسېدو لارښوونه شوې ده.

 

تحریک انصاف د سپتمبر پر ۲۷مه اسلام‌ اباد ته د احتجاجي مارچ اعلان کړی دی. د اسلام‌ اباد های کورټ ویلي چې د سوله‌ ییزې غونډې حق د قانون تابع دی او چارواکي باید د خلکو د تګ راتګ او نورو اساسي حقونو د خنډ مخه ونیسي.