اسلام‌ اباد (شال نیوز) : د بښنې نړیوال سازمان، ایمنسټي انټرنېشنل، د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان درې خویندې او د دغه ګوند نیول شوي غړي سمدستي خوشي کړي.

 

ایمنسټي ،د سپتمبر په ۲۱مه، ویلي دي، چې د عمران خان د کورنۍ د غړو او د پي ټي ایي د فعالانو نیول د شخصي ازادۍ، د بیان ازادۍ او د سوله‌ ییزو غونډو او احتجاج له حقونو څخه «ښکاره سرغړونه» ده. د بښنې نړیوال سازمان وايي، دا نیونې د پي ټي ایي له هغه اعلان شوي احتجاج مخکې شوې چې د سپتمبر پر ۲۷مه پلان شوی دی.

 

د سازمان په وینا، په اسلام‌ اباد کې د احتجاج له پیلېدو مخکې سړکونو ته خنډونه اېښودل کېږي او د خلکو نیول د اندېښنې وړ دي. ایمنسټي ویلي، یو احتجاج له پېلېدو مخکې تاوتریخجن نه شي بلل کېدی او حکومت باید د خلکو د سوله‌ ییزې غونډې حق خوندي کړي.

 

د عمران خان خور علیمه خان د عامه نظم ساتلو د قانون له مخې د ۳۰ ورځو لپاره په کوټ لکپت زندان کې نظربنده شوې ده. د هغه دوې نورې خویندې، نورین نیازي او عظمی خان، هم د ۳۰ ورځو لپاره نظربندې شوې دي.

 

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، د پي ټي ایي یو شمېر غړي او فعالان هم نیول شوي دي. سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې هغه کسان خوشي کړي چې د کورنۍ د تړاو، سیاسي وابستګۍ یا په سوله‌ ییز احتجاج کې د ګډون له امله نیول شوي دي.

 

د پاکستان حکومت ویلي چې اسلام‌ اباد ته به د سپتمبر د ۲۷مې د اعلان شوي لاریون د ننوتلو اجازه ور نه کړي. چارواکي وايي، د عامه نظم او امنیت د ساتلو لپاره اقدامات کوي.