اسلام‌ اباد : د پاکستان د پوځ ویاند لېفټننټ جنرال ،احمد شریف چوهدري، ویلي دي چې له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د خبرو بیا پېلول د پاکستان د حکومت او پوځ په اجنډا کې نشته.

 

احمد شریف چوهدري د سپتمبر پر ۲۰مه له ،عرب نیوز، سره په ځانګړې مرکه کې ویلي: «موږ له ترهګرو سره خبرې نه کوو، نو دا خبره له بحثه وتلې ده. موږ یوازې ترهګر وژنو.»

 

نوموړي دا څرګندونې په داسې مهال کړې دي چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله والو بریدونو په اړه اندېښنې دوام لري او د پاکستان او افغانستان د طالبانو د حکومت ترمنځ اړیکې هم د ټي ټي پي د فعالیتونو له امله ترینګلې دي.

 

د پاکستان د پوځ ویاند ویلي دي چې د دغه هېواد شخړه له افغان ولس او افغانستان سره نه، بلکې په کابل کې د طالبانو له حکومت سره ده.

 

د هغه په وینا، د پاکستان او افغانستان اړیکې هغه مهال بېرته عادي کېدی شي چې د طالبانو حکومت په خپله خاوره کې د هغو وسله والو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي چې پاکستان یې د ټي ټي پي اړوند بولي.

 

نوموړي زیاته کړې چې د پاکستان اساسي غوښتنه دا ده چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان پر ضد د وسله والو فعالیتونو لپاره نه کارول کېږي.

 

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې دعوه کوي چې د ټي ټي پي مشران او جنګیالي په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي.

 

پاکستان د ترکیې او قطر د کابل له سفر وروسته وايي، له طالبانو سره بیا خبرو ته تیار دی
پاکستان د ترکیې او قطر د کابل له سفر وروسته وايي، له طالبانو سره بیا خبرو ته تیار دی
پاکستان : حکومت دعوه کوي، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې د ښکېلو کسانو ۶۰ فیصده افغانان دي
پاکستان : حکومت دعوه کوي، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې د ښکېلو کسانو ۶۰ فیصده افغانان دي
شکیب : د افغانستان او پاکستان امنیت له یو بل سره تړلی دی
شکیب : د افغانستان او پاکستان امنیت له یو بل سره تړلی دی

 

د افغانستان د طالبانو حکومت بیا په عمومي ډول دا دعوې رد کړې دي او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد د بریدونو لپاره نه پرېږدي.

 

د ټي ټي پي او پاکستان ترمنځ د خبرو یوه مهمه دوره په ۲۰۲۱م او ۲۰۲۲م کلونو کې د افغان طالبانو په منځګړیتوب ترسره شوه، خو دغه بهیر وروسته له هغه پای ته ورسېد چې د دواړو خواوو ترمنځ د اوربند او نورو مسایلو پر سر اختلافات زیات شول.

 

د پاکستان حکومت له هغې وروسته د ټي ټي پي پر ضد د پوځي او امنیتي اقداماتو د دوام دریځ څرګند کړی دی.